هند په لومړنۍ پاڼۍ کې ٢١٧ منډې ترسره کړي | خبریال

هند په لومړنۍ پاڼۍ کې ٢١٧ منډې ترسره کړي

خبریال وېبپاڼه / د هند او نیوزیلینډ کرکټ لوبډلو تر منځ د ټېسټ چمپینشپ پایلوبه چې د دواړو هېوادونو تر منځ په انګلستان کې روانه ده، هندوستان لوبډله په ۲۱۷ منډو وسوځیده.

دغه لوبه چې پرون د جون په ۱۹مه نېټه د هند لوبډلې په توپ وهني سره پیل شوه، هند په خپل لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۲۱۷ منډې جوړې کړې.

که څه هم ټاکل شوې وه چې دغه لوبه د جون په ۱۸مه نېټه پیل شي خو په انګلستان کې د اورښت له امله دغه لوبه وځنډیده او پرون د جون په ۱۹مه نېټه پیل شوه، چې هند لوبډلې د لوبې پیل وکړ، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو يې ۲۱۷ منډې جوړې کړې.

د دغې خوندورې لوبې مزه ټوله باران خرابه کړې ده دا ځکه چې په لومړۍ ورځ زیاتو د کرکټ مینوالو د لوبې لیدلو لپاره ټیکټونه اخیستې ول خو د باران له امله لوبغالي ته رانغلل.

زیاتره د کرکټ تبصره کوونکي هم په دې اند دي چې د باران له امله د هند لوبډله په کمو ۲۱۷ منډو سوځیدلې ده.
هند ته په توپ وهنه کې اجنکیا ریحاني ۴۹، لوبډلمشر ویراټ کوهلي ۴۴، روهیت شرما ۳۴، شوبمن ګېل ۲۸، آشوین ۲۲ او جدیجا ۱۵ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ له لوري کایل جیمیسن پنځه، ټیم ساوتي یو، نیل واګنر او ټرینټ بولټ ۲-۲ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

یاده دې وي چې نیوزیلینډ لوبډلې اوس خپله توپ وهنه پیل کړې ۳۶ منډې لري او کوم لوبغاړی يې له لاسه نه دی ورکړی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ