د ٢٠٢١ کال د شل اوریزو لوبو مخکښ توپ وهونکې
خبریال وېبپاڼه / شل اوریزي لوبې د کرکټ د فارمټ تر ټولو چټکې لوبې دي. یادې لوبې د یو ورځینو او ټیسټ لوبو په نسبت زیات شمیر مینوال لرې.
مونږ دلته هغه لوبغاړې درپیژنیو کوم چې په روان ٢٠٢١ کال شل اوریزو لوبو کې يي د نورو لوبغاړ په نسبت يي ډیرې منډې ترلاسه کړې وي.
لومړي: په لومړې مقام محمد رضوان شتون لرې. نوموړي د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره توپ وهنه ترسره کوي. نوموړي په روان ٢٠٢١ کال کې په لسو اننګزونو کې يي ٥٣٠ منډې يي ترلاسه کړې دي په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ١٠٤ دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي پینځه نیمه سلیزې او یوه سلیزه يي هم ترلاسه کړي ده.
دوهم: په دوهم مقام کې بابر اعظم شتون لرې. نوموړي د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره توپ وهنه ترسره کوي. نوموړي په روان ٢٠٢١ کال کې په لسو اننګزونو کې يي ٣٥٤ منډې يي ترلاسه کړې دي په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ١٢٢ دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي دوه نیمه سلیزې او یوه سلیزه يي هم ترلاسه کړي ده.
دریم: په دریم مقام کې مارټن ګوپټل شتون لرې. نوموړي د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې لپاره توپ وهنه ترسره کوي. نوموړي په روان ٢٠٢١ کال کې په اتو اننګزونو کې يي ٣١٨ منډې يي ترلاسه کړې دي په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٩٧دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي دوه نیمه سلیزي وهلې خو کومه سلیزه نلري.
څلورم: په څلورم مقام کې ډیويډ کانواي شتون لرې. نوموړي د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې لپاره توپ وهنه ترسره کوي. نوموړي په روان ٢٠٢١ کال کې په ٧ اننګزونو کې يي ٢٩٩ منډې يي ترلاسه کړې دي په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٩٩ دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي دوه نیمه سلیزې وهلې او کومه سلیزه نلري.
پنځم: په پنځم مقام کې بیهرټیل شتون لري. نوموړي نیپال کرکټ ملې لوبډلې لپاره توپ وهنه ترسره کوي. نوموړي په پنځو اننګزونو کې يي ٢٨٧ منډې يي ترلاسه کړي. په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٦٢ منډې دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي څلور نیمه سلیزي يي هم ترلاسه کړي خو کومه سلیزه يي نه ده وهلي.
دا هغه پینځه غوره توپ وهونکي دي کوم چي يي په روان ٢٠٢١ کال کې يي په شل اوریزو لوبو کې يي تر نورو لوبغاړو يي ډېرې منډې ترلاسه کړي دي.