د پلار د ورځې په اړه د راشد خان دردونکی پیغام | خبریال

د پلار د ورځې په اړه د راشد خان دردونکی پیغام

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه لوبغاړې راشد خان د پلار د ورځې په مناسبت لیکلې.

پلاره: ستا لارښونې به تل له ماسره وي. له تګ وروسته مې هر وخت یادیږې. ستا خبرې مې یادیږي تاسره ویډیو کال مې یادیږې، ډیره مینه درسره لرم، پلار ورځ دي مبارک وي.

د یادولو وړ ده چې راشد خان د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ نږدي د نړې په هر سوداګریز لیګ کې لوبیدلې. نوموړي اوسمهال د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبیده. خو لوبډله يي د دوهم پړاو سیالیو ته تګ څخه پاتې شوي ده.

راشد خان چې په کال ١٩٩٨ د سپتمبر د میاشتې په ٢٠ مه نیټه په ننګرهار کې زیږدیدلې دي. نوموړي اوسمهال ٢٢ کاله او ٢٧٣ ورځې عمر لري.

راشد خان خپله لومړني شل اوریزه لوبه د زمبابوي پر وړاندې په ٢٠١٥ کال د اکتوبر د میاشتې په ٢٦ مه نیټه ترسره کړه.

راشد خان د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره ټولې ٥١ شل اوریزې لوبې ترسره کړي چي په یادو ٥١ شل اوریزو لوبو کې يي ٩٥ ویکټې يي هم ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په شل اوریزو لوبو کې د ٥ منډو په ورکولو سره يي ٣ ویکټې ترلاسه کول دي.

همدارنګه راشد خان د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره يي ٧٤ یو ورځينې لوبې يي ترسره کړي دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي ١٤٠ ویکټې يي هم ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د ١٨ منډو په ورکولو سره اووه ویکټې ترلاسه کړي وي.

راشد خان د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره پینځه ټیسټ لوبې يي هم ترسره کړي او په یادو پینځو ټیسټ لوبو کې يي ٣٤ ویکټې يي ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه یي په ټیسټ لوبو کې يي د ١٣٧ منډو په ورکولو سره اووه ویکټې ترلاسه کړي وي.

راشد خان د توپ اچونې ترڅنګ يي توپ وهنه کې هم نسبت ښه ځلیدلي دي.

نوموړي په ٥١ شل اوریزو لوبو کې په شپږویشت اننګزونو کې توپ وهنه کړي ده او ١٧٩ منډې يي ترلاسه کړي دي په یوه لوبه کې اوچت سکور يي ٣٣ دي.

په ٧٤ یو ورځینو لوبو کې يي په ٥٨ اننګزونو کې يي توپ وهنه کړي ده. نوموړي ١٠٠٨ منډې هم ترلاسه کړې دي او په یادو لوبو کې يي اوچت سکور يي ٦٠ دي.

راشد خان په پینځو ټیسټ لوبو کې يي ١٠٦ منډې ترلاسه کړې دي. او په ټیسټ لوبو کې يي اوچت سکور يي ٥١ دې

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ