هند په کمو منډو خپل دري لوبغاړي دلاسه ورکړي | خبریال

هند په کمو منډو خپل دري لوبغاړي دلاسه ورکړي

خبریال وېبپاڼه / د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د ټیسټ چیمپنشیب سیالیو پایلوبه شروع شوي ده.

د یادي لوبې بچه يا ټاس د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې وکټله او هند کرکټ ملې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

هند کرکټ ملې لوبډلې په لومړي ورځ په توپ وهنه کې ٦٤.٤ اورونه ولوبول او په یادو اورونو کې يي د درې لوبغاړو په زیان يي ١٤٦ منډې ترلاسه کړي.

د هند لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر ویرات کوهلې په ١٢٤ توپونو باندې يي ٤٤ منډې ترلاسه کړې دي. نوموړي ناټ اوټ دي او نن به هم خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړې.

همدارنګه روهیت شرما بیا په ٦٨ توپونو باندې يي ٣٤ منډې ترلاسه کړي او کایل جیمسن لخوا اوټ شو.

اجینکې ریهانې بیا په ٧٩ توپونو باندې يي ٢٩ منډې ترلاسه کړي او ناټ اوټ دي.

شوبمن ګیل په ٦٤ توپونو باندې ٢٨ منډې ترلاسه کړې او د نیل لخوا اوټ شو.

بل لوبغاړې بوجارا په ٥٤ توپونو باندې يي ٨ منډې ترلاسه او د تريڼټ بولټ لخوا ال بی ډبلې شو.

د نیوزیلنډ لپاره په توپ اچونه کې ټایم سوتې ١٧ اوره ترسره کړې او په یادو ١٧ اورونو کې ٤٧ منډې يي ورکړې او کومه ویکټه يي نه ده ترلاسه کړې.

ورپسي ترينټ بولټ بیا ١٢.٤ اوره ترسره کړې چي ٣٢ منډې یي ورکړې دي او یوه ویکټه يي ترلاسه کړې ده.

کایل جیمسن بیا ١٤ اوره ترسره کړې دي. چي په یادو ١٤ اورونو کې يي ١٤ منډې يي ورکړي او یوه ویکټه يي ترلاسه کړه.

کولین ډې بیا یولس اوره ترسره کړه او په یادو یولسو اورونو کې يي ٢٣ منډې يي ورکړې او کومه ویکټه يي نه ده ترلاسه کړي.

ډې بیا یولس اوره ترسره کړه او په یادو یولسو اورونو کې يي ٢٣ منډې يي ورکړې او کومه ویکټه يي نه ده ترلاسه کړي.

نیل واګنر بیا د نیوزیلنډ لپاره ١٠ اوره ترسره کړه او په لسو اورونو کې يي ٢٨ منډې ورکړې او یوه ویکټه يي هم ترلاسه کړې .

د یادولو وړ ده چي دواړه لوبډلې به نن د یادې لوبې دوهمه ورځ لوبه هم ترسره کړې

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ