ملتان سلطان لوبډله وتوانیده چي پایلوبي ته لار پیداکړي | خبریال

ملتان سلطان لوبډله وتوانیده چي پایلوبي ته لار پیداکړي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام لومړنې نیمه پایلوبه ترسره شوه.

یاده نیمه پایلوبه د ملتان سلطان او اسلام اباد یونایتید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د یادي لوبې ټاس یا بچه د ملتان سلطان لوبډلې وکټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه.

ملتان سلطان لوبډلې په ټاکل شو شل اورونو کې د پینځو لوبغاړو په زیان يي ١٨٠ منډې ترلاسه کړې او اسلام اباد یونایتید لوبډلې ته يي د ١٨١ منډو هدف ورکړه.

د ملتان سلطان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شعیب مقصود او حوشدل شاه غوره توپ وهنه ترسره کړه. شعیب مقصود په ٤١ توپونو باندې يي ٥٩ منډې او حوشدل شاه په ٢٢ توپونو باندې يي ٤٢ ناسو ځیدلې منډې ترسره کړي.

اسلام اباد یونایتید لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې شاداب خان او فهیم اشرف دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

اسلام اباد یونایتید لوبډله ونه توانیده چې یاد هدف ته ځان ورسوي. او په ١٩ اورونو کې يي د ټولو لوبغاړو په زیان يي ١٤٩ منډې ترسره کړي او لوبه تري د ملتان سلطان لوبډلې د ٣١ منډو په توپیر وکټله.

ملتان سلطان لوبډلې د یادې بریا سره وکولې شو چې د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل لیګ پایلوبې ته ځان ورسوي.

ړ یادې لوبي غوره لوبغاړي سهیل تنویر وټاکل شو نوموړي د ملتان سلطان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې دري ویکټې ترلاسه کړي او په توپ وهنه کې يي دولس منډې هم ترسره کړي.

د یاد لیګ دوهمه نیمه پایلوبه د کراچۍ کینګز لوبډلې او پیشاور زلمو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

چې کټونکې لوبډله به اسلام اباد لوبډلې سره لوبه ترسره کوي او بایلونکې لوبډله به بهر کیږي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ