حضرت الله ځاځي غوره توپ وهنه خپله لوبډله یي تر سیمې فاینله ورسوله | خبریال

حضرت الله ځاځي غوره توپ وهنه خپله لوبډله یي تر سیمې فاینله ورسوله

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پې ایس ایل لیګ د سیالیو په دوام د یاد دوهمه نیمه پایلوبه د کراچۍ کینګز او پیشاور زلمو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې ټاس یا بچه د پیشاور زلمو لوبډلې وکټله او د توپ اچونې پریکړه يي وکړه. او د توپ وهنې بلنه يي کراچۍ کینګز لوبډلې ته ورکړه.

کراچۍ کینګز لوبډلې په ټاکل شو شل اورونو کې د اووه لوبغاړو په زیان يي ١٧٥ منډې ترسره کړي او پیشاور زلمو لوبډلې ته يي په شل اورونو کې يي ١٧٦ منډې هدف ورکړه.

د کراچۍ کینګز لوبډلۍ لپاره په توپ وهنه کې بابر اعظم او تیسارا پریرا غوره توپ وهنه ترسره کړه. بابر اعظم په ٤٥ توپونو باندې يي ٥٣ منډې او تیسارا پریرا په ١٨ توپونو باندې يي ٣٧ منډې ترسره کړي.

د پیشاور زلمو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې محمد عرفان، وهاب ریاض، او ایماد اصف دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

پیشاور زلمو لوبډله د حضرت الله ځاځې په غوره توپ وهنې سره وتوانیده چې یاد هدف ته ځان ورسوي. په ١٩.٥ اورونو کې يي د پینځو لوبغاړو په زیان يي ١٧٦ منډې ترسره او کراچۍ کینګز لوبډلې ته يي په پینځو ویکټو ماتې ورکړه.

د پیشاور زلمو لوبډلې لپاره ترټولو غوره توپ وهنه حضرت الله ځاځې ترسره کړه. نوموړي په ٣٨ توپونو باندې يي ٧٧ منډې جوړي کړي.

د لوبې غوره لوبغاړې هم حضرت الله ځاځې وټاکل شو.

پیشاور زلمي لوبډله به خپله بله لوبه د اسلام اباد لوبډلې سره ترسره کوي. چې په یاده لوبه کې هري لوبډلې بریا ترلاسه کړه. هغه لوبډله به د ملتان سلطان لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي.

د یادولو وړ ده چې کراچۍ کینګز لوبډله هم د لوبې په بایللو سره بهر شوه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ