جاوید افریدي د حضرت الله څخه مننه کړي ده | خبریال

جاوید افریدي د حضرت الله څخه مننه کړي ده

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پې ایس ایل لیګ سیالي چې شپږم پړاو يي د پاکستان په کوربه توب پیل شوي. چې د څوارلس لوبو له ترسره کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویروس له امله وځنډول شوو. خو څه موده وروسته بیا د یاد لیګ پاتې لوبي په متحده اماراتو کې پیل شوي چې دوهم ځل لپاره لوبډلو ځینې لوبغاړي خپلو لوبډلو ته واخیستل. چې د یادو لوبغاړو څخه حضرت الله ځاځي د پیشاور زلمو لوبډلې لخوا واخیستل شو.

حضرت الله ځاځې د پاکستان سوپر لیګ یا پې ایس ایل سیالیو کې د دوهم پړاو نیمه پایلوبې په سیالیو کې د کراچۍ کینګز لوبډلې پر وړاندي ولوبیده. چي نوموړي په کمو ٣٨ توپونو باندې يي ٧٧ منډې ترسره کړې چې لس څلوریزې او پینځه هسکي شپږیزي هم پکې شاملې وي.

نوموړي وکولي شو چې خپله لوبډله تر سیمي فاینله وره سوي.

چې د ښه ځلیدو له امله يي د پیشاور زلمو لوبډلې مشرق جاوید افریدي د نوموړي څخه مننه کړي چې د پیشاور زلمو لوبډلې لپاره غوره توپ وهنه ترسره کړه او لوبډله يي تر سیمي فاینله ورسوله.

د کراچۍ کینګز لوبډلې لوبډلمشر عماد وسیم هم د حضرت د لوبې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې مونږ له ډيرو لارو چارو کار واخیست خو ونه شو “مونږ بیلابیلې لارې وازمایلې خو هغه دواړو لوبو کې ډیره ښه لوبه وکړه. هغه د پیښور لپاره دواړو لوبو کې ډير ښه ولوبیده”.

یو شمیر مشهورو پاکستاني ژورنالستانو هم په پي ایس ایل شپږم پړاو کې د افغان لوبغاړو لوبې ستایلي او دوی یې یادو سیالیو ته لا ښکلا ور بښونکي ګڼلي. د ساج خان په نوم یو پاکستانی ژورنالست لیکي “په پاکستان سوپر لیګ کې د افغان پیاوړو لوبغاړو لوبیدو متاثره کړم ، حضرت ځاځی، محمدنبي، راشد خان او نور احمد د شل اوریزه لوبو بهترین لوبغاړي ګڼلی شو”.

د جیونیوز اردو څانګې خبریال ارفا فیروز وايي چې په پي ایس ایل کې ټول ګډون­وال افغان لوبغاړي بریالي وه او د مینه­والو د ساعتیرۍ او خوشاله کولو سبب شول. یو بل پاکستاني ژورنالست مظهرارشد بیا وايي چې روزونکي ډیرین سمی پیښور لوبډلې ته د کرابین سټایل را انتقال کړو او چې یو لږ هېټرانو څخه یې وچلیږي نو لوبه بدلولی شي لکه نن شپه حضرت ځاځی.

پیشاور زلمي لوبډله به خپله راتلونکې لوبه به د اسلام اباد یونایتید لوبډلې پر وړاندي ترسره کړي.

که هري لوبډلې په یاده لوبه کې بریا ترلاسه کړه نو هغه لوبډله به د ملتان سلطان لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي.

پیشاور زلمي لوبډله به خپله راتلونکې لوبه به د اسلام اباد یونایتید لوبډلې پر وړاندي ترسره کړي.

که هري لوبډلې په یاده لوبه کې بریا ترلاسه کړه نو هغه لوبډله به د ملتان سلطان لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ