د ویسټ انډیز او سویلي افریقا ترمنځ د ټیسټ لوبو سریز سویلي افریقا په خپل نوم کړه | خبریال

د ویسټ انډیز او سویلي افریقا ترمنځ د ټیسټ لوبو سریز سویلي افریقا په خپل نوم کړه

خبریال وېبپاڼه / د ویسټ انډیز او سویلي افریقا ترمنځ د ټیسټ لوبو سریز سویلي افریقا په خپل نوم کړه.

د ویسټ انډیز او سویلې افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډیز په کوربتوب د دوو ټیسټ سیالیو سیریز افریقا لوبډلې په خپل نوم کړ.

د دواړو لوبډلو تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه پرون د جون په ۲۰مه نېټه د افریقا لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.

په دغه لوبه کې پیل د سويلې افریقا لوبډلې وکړ، په خپل لومړي اننګز کې يې د ټولو لوبغاړو په زیان ۲۹۸ منډې جوړې کړې.

د افریقا لپاره کوینټن دیکاک د اتو څلوریزو پر مټ ۹۶ او او ډین ایلګر ۷۷ تر نور زیاتې منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز له لوري په توپ اچونه کې کیمر روچ او کایل مایرز ۳-۳ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

ویسټ انډیز د افریقا د ۲۹۸ منډو په تعقیب توپ وهنه پیل کړه چې په خپل لومړې اننګز کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۹ منډې تر لاسه کړې او له افریقا نه ۱۴۹ منډې باقې شوه.

ویسټ انډیز ته شای هوپ ۴۳ او بلاک ووډ ۴۹ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې.

افریقا ته مولدر درې، رباډا، نګیډې او مهاراج ۲-۲ ویکټې تر لاسه کړې.

افریقا خپله دوهمه پاڼۍ پیل کړه دا ځل يې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۱۷۴ منډې تر لاسه کړې، دا چې ویسټ انډیز لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۹ منډې قرضداره وه نو یادې لوبډلې ته ۳۲۳ منډې هدف وټاکل شو.

ویسټ انډیز د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله د ټولو لوبغاړو په نقصان يې ۱۶۵ منډې جوړې کړې او د ۱۵۸ منډو په توپیر يې ستره ماتې وخوړه.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو تر منځ به د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز هم د ویسټ انډیز په کوربتوب تر سره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ