نن شپه اسلام اباد او پیشاور پایلوبې ته د تګ په موخه سیالي ترسره کوي | خبریال

نن شپه اسلام اباد او پیشاور پایلوبې ته د تګ په موخه سیالي ترسره کوي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پې ایس ایل لیګ د سیالیو په دوام نن شپه پیشاور زلمي او اسلام اباد یونایتید لوبډله د پایلوبي ته د تګ په موخه سیالي ترسره کوي.

یاده لوبه نن شپه اته نیمي بجي ترسره کیږي.

لومړنې نیمه پایلوبه د ملتان سلطان او اسلام اباد یونایتید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چې په یاده لوبه کې ملتان سلطان لوبډلې اسلام اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه. او ملتان سلطان لوبډلې وکولي شو چې پایلوبي ته ځان ورسوي.

دوهمه نیمه پایلوبه د کراچۍ کینګز او پیشاور زلمو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چې پیشاور زلمو لوبډلې د حضرت الله ځاځي په مرسته کراچۍ کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او کراچۍ کینګز لوبډله د یادو لوبو څخه بهر شوه.

د یادولو وړ ده چې حضرت الله ځاځي د پیشاور زلمو لوبډلې ته غوره توپ وهنه ترسره کړه.

حضرت الله ځاځی چې د پېښورزلمي په ګټه په پاکستان سوپرلیګ لوبو کې لوبېږي، د کراچۍ کېنګز پر وړاندې مهمه او حذف کوونکې لوبه کې یې بالران سخت وټکول او خپله چټکه نیمه سلیزه یې ثبت کړه.

نوموړي دا ځل په ۲۳ توپونو نیمه سلیزه ووهله، چې ۳ شپږیزې او ۵ څلوریزې پکې شاملې وې.

هغه له لومړي سره له دوه سوو په لوړ سټرایک رېټ ولوبېد او د کراچي کېنګز ټول بالران، لکه عماد وسیم، محمد عامر، نوراحمد او الیاس یې تر پوزې راوستل.

نوموړي په ۳۸ توپونو ۷۷ منډې وکړې، چې ۱۰ څلوریزې او ۵ شپږیزې پکې شاملې وې.

ځاځی د دولسم اوور په درېیم توپ د تېسارا پرېرا په توپ د مارټېن ګوپټېل لخوا لانګ ان بونډري کې کېچ شو.

لوبه پېښورزلمي لوبدلې په پنځه وېکټو وګټله او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي ترلاسه کړه.

نن شپه اته نیمي بجي به د پایلوبي د تګ لپاره د اسلام اباد یونایتید او پیشاور زلمو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي. د یادي لوبې کټونکي لوبډله به د ملتان سلطان لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ