نن شپه د پي ایس آیل سیالیو پای لوبه د افغان لوبغاړو په شتون کې ترسره کیږي | خبریال

نن شپه د پي ایس آیل سیالیو پای لوبه د افغان لوبغاړو په شتون کې ترسره کیږي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل لیګ شپږم پړاو سیالي چې د پاکستان په کوربه توب پیل شوي وي. خو په یاد لیګ کې د څوارلس لوبو له ترسره کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویروس له امله وځنډول شو.

څه موده وروسته د یاد لیګ پاتې لوبي په متحده اماراتو کې پيل شوي چې هري لوبډلې پکې لس لس لوبي ترسره کړي چې د شپږو لوبډلو څخه يي څلور لوبډلو يي دوهم پړاو ته لاره پیداکړه. په دوهم پړاو کې ملتان سلطان لوبډلې اسلام اباد یونایتید لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبي ته ځان ورسوه. په دوهمه نیمه پای لوبه کې پیشاور زلمي لوبډلې کراچۍ کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او کراچۍ کینګز لوبډلې د یادي لوبي په بایللو سره د یاد لیګ څخه بهر شوه. پیشاور زلمي لوبډلې پای لوبي ته د تګ په موخه د اسلام اباد یونایتید لوبډلې سره لوبه ترسره کړه او یاده لوبه کې پیشاور زلمیو لوبډلې بریا ترلاسه کړه او پای لوبي ته يي لاره ومونده.

د یاد لیګ پای لوبه یا فاینل لوبه نن شپه اته نیمي بجي د ملتان سلطان او پیشاور زلمو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د یادولو وړ ده چې ملتان سلطان لوبډلې سره رحمن الله ګربز لوبیږي.

خو پیشاور زلمو لوبډلې سره بیا حضرت الله ځاځي او وقار سلام خیل لوبیږي.

حضرت الله ځاځي د پیشاور زلمو لوبډلې ته غوره توپ وهنه ترسره کړي ده. نوموړي په څلورو لوبو کې دري ځلي د لوبي غوره لوبغاړي جایزه یي ترلاسه کړي ده. نوموړي په لومړي لوبه کې ٦٣ منډې، په دوهمه لوبه کې يي ٠ ، دریمه لوبه کې يي ٧٧ او په څلورمه لوبه کې يي بیا ٦٦ منډې ترلاسه کړي.

نوموړي به نن یوځل بیا د ملتان سلطان پر وړاندي لوبه ترسره کړي.

همدارنګه د یادولو وړ ده چې رحمن الله ګربز ته په روان پي ایس آیل لیګ کې یوه لوبه کې چانس ورکړل شوي.

نوموړي د یادی لوبي وروسته په لوبو کې ونه لیدل شو چې بیا وروسته یو شمیر راپورونه د نوموړي په هکله ورکړل شوي چې نوموړي زکام او تبه لري .

خو اوس د نوموړي د خپل صحت ډاډ ورکړلې دي. نن به ولیدل شي چې نوموړي ته به لوبه کې چانس ورکړی او که نه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ