انګلینډ کرکټ لوبډلې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه | خبریال

انګلینډ کرکټ لوبډلې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان او سریلانکا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دري شل اوریزو لوبو لوبلړي بیګا شپه پیل شوه.

چي د یادي لوبلړي لومړي لوبه يي ترسره شوه. د یادي لوبي ټاس یا بچه د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د اووه لوبغاړو په زیان يي ١٢٩ منډې ترلاسه کړي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي په شل اورونو کې يي ١٣٠ منډې هدف ورکړه.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ډاسون شاناکا او کیسول پریرا غوره توپ وهنه ترسره کړه. ډاسون شاناکا په ٤٤ توپونو باندي يي ٥٠ منډې او کیسول پریرا په ٢٦ توپونو باندي يي ٣٠ منډې ترلاسه کړي.

سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ډاسون شاناکا او کیسول پریرا غوره توپ وهنه ترسره کړه. ډاسون شاناکا په ٤٤ توپونو باندي يي ٥٠ منډې او کیسول پریرا په ٢٦ توپونو باندي يي ٣٠ منډې ترلاسه کړي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې عادل رشید او سیم ګرن دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډلې یاد هدف په ١٧.١ اور کې د دوه لوبغاړو په زیان يي پوره کړه او ١٣٠ منډې يي ترلاسه کړي. او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته يي په اتو ویکټو ستره ماتې ورکړه.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره جاس بټلر غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ٥٥ توپونو باندي يي ٦٨ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي جاس بټلر وپیژندل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ