نېوزیلنډ د هند څخه د ټېسټ سیالیو نړیواله اتلولي وګټله | خبریال

نېوزیلنډ د هند څخه د ټېسټ سیالیو نړیواله اتلولي وګټله

خبریال وېبپاڼه / د هند او نیوزیلینډ کرکټ لوبډلو تر منځ د ټېسټ چمپینشپ پایلوبه چې د دواړو هېوادونو تر منځ په انګلستان کې ترسره شوه.

د یادي لوبي ټاس یا بچه د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د هند لوبډلې ته ورکړه.

دغه لوبه چې د جون په ۱۹مه نېټه د هند لوبډلې په توپ وهني سره پیل شوه، هند په خپل لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یوازې ۲۱۷ منډې جوړې کړې.

که څه هم ټاکل شوې وه چې دغه لوبه د جون په ۱۸مه نېټه پیل شي خو په انګلستان کې د اورښت له امله دغه لوبه وځنډیده او پرون د جون په ۱۹مه نېټه پیل شوه، چې هند لوبډلې د لوبې پیل وکړ، د ټولو لوبغاړو په سوځیدو يې ۲۱۷ منډې جوړې کړې.

د دغې خوندورې لوبې مزه ټوله باران خرابه کړې ده دا ځکه چې په لومړۍ ورځ زیاتو د کرکټ مینوالو د لوبې لیدلو لپاره ټیکټونه اخیستې ول خو د باران له امله لوبغالي ته رانغلل.

زیاتره د کرکټ تبصره کوونکي هم په دې اند دي چې د باران له امله د هند لوبډله په کمو ۲۱۷ منډو سوځیدلې ده.
هند ته په توپ وهنه کې اجنکیا ریحاني ۴۹، لوبډلمشر ویراټ کوهلي ۴۴، روهیت شرما ۳۴، شوبمن ګېل ۲۸، آشوین ۲۲ او جدیجا ۱۵ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ له لوري کایل جیمیسن پنځه، ټیم ساوتي یو، نیل واګنر او ټرینټ بولټ ۲-۲ لوبغاړي له مخې پورته کړل.

همدارنګه نیوزیلینډ لوبډلې خپله توپ وهنه پیل کړې چي په لومړي پاڼي کې ٢٤٩ منډې ترلاسه کړي او ټول لوبغاړی يې له لاسه ورکړه.

هند لوبډلې په خپله دوهمه پاڼي توپ وهنه کې يي ١٧٠ منډي جوړي کړي او نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې ته يي د ١٣٩ منډو هدف ورکړه. نيوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې یاد هدف د دوه لوبغاړو په زیان سره پوره او هند لوبډلې ته يي په اتو ویکټو ستره ماتې په ټیسټ پای لوبه کې ورکړه. او د ټیسټ چمپینشیپ اتلولي جام يي په خپل نامه کړه.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي کایل جیمسن وټاکل شو. نوموړي په لومړي پاڼي کې يي پینځه ویکټې او په دوهمه پاڼي کې يي دوه ویکټې يي ترلاسه کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ