شپږم پړاو پي ایس آیل غوره لوبډله چي افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي | خبریال

شپږم پړاو پي ایس آیل غوره لوبډله چي افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل لیګ شپږم پړاو چي د پاکستان په کوربه توب پیل شوي وه. د څوارلس لوبو له ترسره کولو وروسته یاد لیګ د کرونا ویورس له امله وځنډول شو. خو څه موده وروسته د یاد لیګ پاتي لوبي په متحده اماراتو کې پیل شوي چي هري لوبډلې پکي لس لس لوبي ترسره کړي.

د یاد لیګ پای لوبه د پیشاور زلمي لوبډله او د ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چي په یاده لوبه کې ملتان سلطان لوبډلې بریا ترلاسه کړه. او شپږم پړاو پي ایس آیل لیګ يي په خپل نوم کړه.

اوس تازه د شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل لیګ غوره لوبډله اعلان شوي ده. چي په یاده غوره لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي هم شامل دي.

په یاده لوبډله کې حضرت الله ځاځي، بابر اعظم ،کولین مینرو،شعیب مقصود، محمد رضوان ،اصف علی ، وهاب ریاض، راشد خان، حسن علی، شاهین افریدي، شاهنواز دهني،او جیمس فلینکر شامل دي.

د یادولو وړ ده چي حضرت الله ځاځي په شپږم پړاو پي ایس آیل لیګ کې د پیشاور زلمو لوبډلې سره ولوبیده. او یاده لوبډله يي تر پای لوبه ورسوله. نوموړي په پنځو لوبو کې ٢١٢ منډې ترلاسه کړي او دري ځلې يي د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه يي ترلاسه کړه.

راشد خان چي سږنې پي ایس آیل لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې سره ولوبیده. چي نوموړي د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره بهترینه توپ اچونه ترسره کړه. نوموړي په اتو اننګزونو کې توپ اچونه ترسره کړه. او په یادو اننګزونو کې يي ١١ ویکټې يي هم ترلاسه کړي غوره توپ اچونه يي د ٢٠ منډو په ورکولو سره يي ٥ ویکټې ترلاسه کړي وي.

شاهنواز دهني چي نوموړي په یو غریبي کورني پوري اړه لري. شاهنواز دهني د بزګر ځوي دي.نوموړي ته په لومړي ځل پي ایس آیل سیالیو کې د ملتان سلطان لوبډلې لخوا واخیستل شو. او یادي لوبډلې ته يي د غوره توپ اچوني ترڅنګ د شپږم پړاو پي ایس آیل لیګ غوره توپ اچونکي هم ونومول شو. نوموړي په روان پي ایس آیل لیګ کې تر ټولو لوبغاړو يي زیاتي ویکټې يي ترلاسه کړي دي. چي په یولس لوبو کې يي ٢٠ ویکټې يي ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي د ٥ منډو په ورکولو سره يي ٤ ویکټې ترلاسه کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ