په درې مهمو لوبو کې د وېرات کوهلي خراب قسمت | خبریال

په درې مهمو لوبو کې د وېرات کوهلي خراب قسمت

خبریال وېبپاڼه / د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړی وېرات کوهلي په ياده لوبډله کې يو داسې څهره ګڼل کېږي چې په خورا سختو حالاتو کې يې خپلې لوبډلې ته ښې لوبې کړي او د خپل بهترين بيټينګ په مټ يې هند کرکټ ملي لوبډلې ته مهمې سيالۍ ګټلې.

خو درې ځل داسې هم شوي چې هغه په خورا مهمو سياليو کې چې د ډېری کرکټ مينه والو سترګې ورته وې او د ښو لوبو تمه ترې کېده، نه دی توانېدلی چې ښه لوبه وکړي او د مينه والو هيلې پوره کړې.

مونږ درې دغه ډول سياليو ته کتنه او په دې ليکنه کې مو پرې بحث کړی دی:

لومړي : د ۲۰۱۵ نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې چې د آسټراليا په وړاندې تر سره شوه، هندي پيليز توپ وهوونکي د ۳۲۹ منډو پوره کولو په هدف لوبغالي ته ښکته شول.

دواړو اپنرانو شکېردهوان او روهيت شرما لوبې ته ښه پېل ورکړ. دهوان په ۴۵ او روهېت شرما په ۳۴ منډو لوبه کوله. د شکېردهوان له سوځېدو وروسته کوهلي ميدان ته راښکته شو.

هغه په ۱۲ بالو يوازې يوه منډه کړې وه چې د ميچل جانسن په بال کېچ اوټ شو. هندۍ لوبډلې ياده مهمه سيالې په ۹۵ منډو مقابلې لوبډلې ته وبايله.

دوهم : د ۲۰۱۹ نړيوال جام سيمي فاينل چې د هند او نيوزېلېنډ لوبډلو تر منځ سره شو، هندۍ لوبډلې د ورکړل شوي ۲۴۰ منډو پوره کولو کوښښ کوه خو د هندۍ لوبډلې ټاپ آرډر بيټسمينان د نيوزېلېنډ بالرانو په وړاندې ناتوانه ښکارېدل.

کی ايل راهول او روهيت شرما د يوې يوې منډې جوړولو وروسته وسوځېدل، د کوهلي په راښکته کېدو چې هندي مينه والو سترګې هغه ته وې او د ښې لوبې تمه يې ترې کوله خو نوموړی ونه توانېد چې د مينه والو د هېلو سره سم ولوبېږي.

کوهلي د ټرېنټ بولټ په يوه ښکلې سوېنګ بال د يوې منډې جوړولو وروسته وسوځېد.

دریم:د اي سي سي ټيسټ چمپين شيپ پايلوبه دوه ورځې وړاندې د نيوزېلېنډ او هند کرکټ لوبډلو تر منځ په انګلينډ کې پای ته ورسېده.

وېرات کوهلي په لومړې پاڼۍ کې مخکې له دې چې د جيمسون په بال اوټ شي ۴۴ منډې وکړې، خو نوموړی ونه توانېد په دوهم پاڼۍ کې ښه لوبه وکړي او يوازې د ۸ منډو جوړولو وروسته يې خپله وکټ له لاسه ورکړه.

نيوزېلېنډ لوبډلې د ټيسټ چمپين شيپ پايلوبه په اتو ویکټو له هندۍ لوبډلې وګټله او د نړۍ د ټيسټ قهرمانه لوبډله اعلان شوه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ