د پاکستان سوپر لیګ کې جایزې او ګټونکي لوبغاړي یې | خبریال

د پاکستان سوپر لیګ کې جایزې او ګټونکي لوبغاړي یې

خبریال وېبپاڼه / د ملتان سلطانز لوبډلې شان مقصود پکې ترټولو ډېرې جایزې او پیسې ترلاسه کړې،

د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو تېره شپه د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپير ماتې ورکړه.

یاده پایلوبه کې لومړی ملتان سلطانز لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښور زلمي لوبډلې ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکی.

کله چې پېښور زلمي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۹ منډې وکړې او په ۴۷ منډو توپیر یې ماته وخوړه.

په دې سره ملتان سلطانز لوبډلې د لومړي ځل لپاره په یاد لیګ کې اتلولۍ ته ځان ورساوه.

بل پلوه بیا پېښور زلمي لوبډلې څلور ځلې پایلوبې ته ځان رسولی، چې یوازې په ۲۰۱۷م کال کې توانېدلې، چې لومړی مقام وګټي، خو پاته نور درې ځلې یې بیا دویم مقام ګټلی.

دا د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو و، چې په لومړي پړاو کې اسلام اباد، دویم پړاو کې پېښور زلمي، په درېیم پړاو کې اسلام اباد، څلورم پړاو کې کویټه ګلډیټرز، پنځم پړاو کې کراچي کینګز او شپږم پړاو کې بیا ملتان سلطانز لوبډلې اتلولي خپله کړه.

د یاد لیګ جایزې او ګټونکي لوبغاړي یې

لومړي: د پایلوبې غوره لوبغاړی د ملتان سلطانز شان مقصود وټاکل شو او ۷ لکه او ۵۰ زره کالداري ورکړل شوې.

دوهم: د لیګ غوره ویکټ ساتونکی د ملتان سلطانز لوبډلې لوبډلمشر محمد رضوان وټاکل شو او ۸ لکه کالداري ورکړل شوې.

دریم: د لیګ غوره ډګر ساتونکی د ملتان سلطانز لوبدلې افتخار احمد وټاکل شو او ۸ لکه کالداري ورکړل شوې.

څلورم:د لیګ ترټولو غوره توپ‌اچونکی د ملتان سلطانز لوبډلې شهنواز دهني وټاکل او ۸ لکه کالداري ورکړل شوې.

پنځم: د ټول لیګ غوره لوبغاړی د ملتان سلطانز لوبډلې شان مقصود وټاکل شو او ۳۰ لکه کالداري ورکړل شوې.

شپږم:د سیالیو غوره توپوهونکی د ملتان سلطانز لوبدلې شان مقصود وټاکل شو او نوموړي ته يي اته ۸ لکه کالداري ورکړل شوې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ