د محمد نبي په غوره توپ اچوني سره په بلاسټ سیالیو کې يي لوبډلې يي بریا ترلاسه کړه | خبریال

د محمد نبي په غوره توپ اچوني سره په بلاسټ سیالیو کې يي لوبډلې يي بریا ترلاسه کړه

خبریال وېبپاڼه / محمدنبي بلاسټ کې دوه وېکټې واخیستې او لوبه یې وګټله.

د انګلستان په وېټلېټي بلاسټ شل اوریزو لوبوکې افغان الراونډر محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا خپل جادو وښود او غوره توپ اچونه یې وکړه.

تېره شپه دورهم لوبډله د نارتمټن شایرلخوا په ۹ وېکټو ماته شوه او نارتمټن شایر لوبډلې په اوو لوبو کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

دورهم لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په شل اورونو کې د ۵ وېکټو په نقصان سره ۱۵۷ منډې وکړې، چې شان ډېکسن پکې ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

محمدنبي عیسی خېل د نارتمټن شایر په ګټه په څلورو اورونو کې د ۲۴ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.

نارتمټن شایر لوبډلې هدف په اتلسم اوور کې د یوې وېکټې په لوېدو سره پوره کړ او دورهم ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

نارتمټن شایر لوبډلې هدف په اتلسم اوور کې د یوې وېکټې په لوېدو سره پوره کړ او دورهم ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

نن شپه لس بجې د مجیب الرحمن دې اړوند لوبډله مېډل سېکس له اېسېکس سره لوبه لري.

د جمعې په ورځ په دې لیګ کې ۱۶ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبېږي، چې مجیب الرحمن، محمدنبي عیسی خېل، نوین الحق او قیس احمد به پکې شامل وي.

بلاسټ سیالۍ د جون په ۹ مه د ۱۸ لوبډلو په ګډون په انګلستان کې پیل شوی دي او د سپټمبر په ۱۸ مه پای ته رسېږي.

راشدخان هم انګلستان کې دی او د قرنطین شپې ورځې لنډوي او بیا سسېکس لوبډلې سره مل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ