د نړيوال شل اوريز جام د ترسره کيدو ځای او نيټه مالوم شول | خبریال

د نړيوال شل اوريز جام د ترسره کيدو ځای او نيټه مالوم شول

خبریال وېبپاڼه / د نړيوال شل اوريز جام د ترسره کيدو ځای او نيټې په ډاګه شوې.

د کرک انفو د معلوماتو په اساس نړيوال شل اوريز جام به يوازې يوه ورځ وروسته له دې په اماراتو کې پيل شي چې د هند غوره ليګ سياليو سږنی پړاو په ياد هيواد کې بشپړ شي.

ويل کيږي چې سپټمبر په ۱۹مه به د آی پي ايل پاتې لوبې پيل شي او پايلوبه به یې د اکتوبر په پنځلسمه نيټه پای ته ورسيږي، چې يوازې يوه ورځ وروسته يعنې د اکتوبر په ۱۷مه به شل اوریزه نړيوال جام پيل شي.

د معلوماتو له مخې د شل اوريز نړيوال جام لومړی پړاو به د اته ټيمونو ترمنځ په عمان او متحده عربي اماراتو کې وشي او څلور لوبډلې به له ياد پړاو څخه د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي.

د دولس غوره لوبډلو پړاو به د اکتوبر په ۲۴ نيټه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه لوبغالو کې ترسره شي. چیرته چې به دولس لوبډلې په دوه ګروپونو ووېشل شي چې هره لوبډله به ۵ لوبې ترسره کړي.

له دې پړاو وروسته به دوه نیمه پایلوبې او بیا د ۲ مخکښو لوبډلو ترمنځ به پایلوبه د نومبر مياشتې په څوارلسمه نيټه ترسره شي.

د نړيوال شل اوريز جام لومړۍ مرحله کې به بنګله‌ديش، سرېلانکا، عمان، پاپو نګيني، نميبيا، آیرلینډ، هالنډ او سکاټلنډ خپلو کې دولس لوبې وکړي او څلور لوبډلې به ترينه له اتو غوره لوبډلو سره یو ځای شي.

د نړيوال شل اوريز جام لومړۍ مرحله کې به بنګله‌ديش، سرېلانکا، عمان، پاپو نګيني، نميبيا، آیرلینډ، هالنډ او سکاټلنډ خپلو کې دولس لوبې وکړي او څلور لوبډلې به ترينه له اتو غوره لوبډلو سره یو ځای شي.

افغانستان، هند، پاکستان، انګلينډ، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، آسټراليا او نيوزيلينډ لا له وړاندې دويم پړاو کې دي او د څلورو نورو لوبډلو له يو ځای کيدو سره به د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د ديرش لوبو لومړۍ هغه د اکتوبر په څلورويشتمه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ