فضلي: PSL لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدو په هکله کومي څرکندوني کړي. | خبریال

فضلي: PSL لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدو په هکله کومي څرکندوني کړي.

خبریال وېبپاڼه / فضلي: PSL لیګ کې د افغان لوبغاړو لوبېدل زمونږ د کرکټ په خیر ده

افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي رئیس عزیزالله فضلي وایي، د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبیدل د هیواد د کرکټ په خیر ده.

فضلي چې اوس مهال د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې په دنده بوخت دی وخت ناوخت د افغانستان د کرکټ په اړه په ټولنیزو رسنیو څرګندونې کوي .

عزیزالله فضلي د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې د حضرت الله ځاځي د ښه ځلېدا له امله خوښي ښودلې ده او په پي ایس ایل کرکټ لیګ کې د ملي لوبغاړو لوبیدل د افغانستان د کرکت په خیر بللي دي.

نوموړي په خپلې فسبوک پاڼې لیکلي” ما پخوا هم ويلي و چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوانان په نړيوالو ليګونو کې د افغانستان لپاره وياړونه راوړی شي ، او د افغان لوبغاړو لوبيدل په پاکستان سوپر ليګ کې د لوبغاړو او د افغان کرکټ په خير ده””

فضلي د پېښور زلمیو لوبډلې له مالک جاوید افریدي هم مننه کړې ده چې په سوپر لیګ لوبو کې د خپلې لوبډلې ځوان لوبغاړي هڅوي چې حضرت ځاځی یې هم په تېرو لوبو کې په پرله پسې ډول ستایلی دی.

فضلي لیکلي “د پشاور زلميانو د ټيم مسوول جاويد افريدي څخه مننه کوم چې ځوانان هڅوي او په ځانګړي توګه حضرت ځاځی چې د دوی لوبډله يې پای لوبې ته ورسوله او هغه يې تقدير کړ بيا هم مننه ور څخه کوم””

نوموړي وروستیو کې داهم ویلی لر او بر پښتانه یو دي.

حضرت الله ځاځي په خپلې چټکې توپ وهنې سره د پېښور زلمیو لوبډلې ته وروستۍ دریواړه لوبې وګټلې چې خپله لوبډله یې د لیګ پای لوبې ته ورسوله.

ځاځی د پېښور لوبډلې د مالک جاوید افریدي په شمول د دې لوبډلې د کپتان وهاب ریاض، د کرکټ مبصر رمیز راجا، شعیب ملک، شعیب اختر او ځینو نورو پاکستاني پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو له لوري ستایل شوی دی.

د یادولو ده چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو پای لوبه به د جون پر ۲۴مه نېټه د کابل پر وخت د ماښام په اته بجو د ملتان او پېښور زلمیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه خو په یاده لوبه کې د ملتان سلطان لوبډلې بریا ترلاسه کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ