د شپږم پړاو پي ایس آیل غوره توپ وهونکي | خبریال

د شپږم پړاو پي ایس آیل غوره توپ وهونکي

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل لیګ چي شپږم پړاو يي د پاکستان په کوربه توب پیل شوي خو په یاد لیګ کې د څوارلس لوبو له ترسره کولو وروسته د کرونا ویروس له امله وځنډول شول. خو څه موده وروسته د یاد لیګ پاتي لوبي په متحده اماراتو کې پیل شوي.

د یاد لیګ پای لوبي ته د پیشاور زلمو لوبډله او ملتان سلطان لوبډلو لاره پیداکړي وه. چي پای لوبه کې ملتان سلطان لوبډلي پیشاور زلمو لوبډلي ته ماتي ورکړه او د یاد لیګ پای لوبه يي په خپل نوم کړه.

مونږ دلته هغه پینځه غوره لوبغاړي درپیژنیو کوم چي يي شپږم پړاو پي ایس آیل لیګ کې غوره توپ وهنه ترسره کړي ده.

لومړي: په لومړي مقام کې بابر اعظم شتون لری. نوموړي په روان ٢٠٢١ کال پي ایس ایل لیګ کې غوره توپ وهنه ترسره کړي ده. په یولس لوبو کې يي ٥٥٤ منډې یي ترلاسه کړي دي. په یادو لوبو کې یي اوچتي منډې يي ٩٠ دي. نوموړي په یادو لوبو کې ٧ نیمه سلیزي هم ترلاسه کړي دي.

دوهم: په دوهم مقام کې محمد رضوان شتون لری. نوموړي په روان ٢٠٢١ کال پي ایس ایل لیګ کې غوره توپ وهنه ترسره کړي ده. په یولس لوبو کې يي ٤٧٠ منډې یي ترلاسه کړي دي. په یادو لوبو کې یي اوچتي منډې يي ٨٢دي. نوموړي په یادو لوبو کې ٤نیمه سلیزي هم ترلاسه کړي دي.

دریم: په دریم مقام کې شعیب مقصود شتون لری. نوموړي په روان ٢٠٢١ کال پي ایس ایل لیګ کې غوره توپ وهنه ترسره کړي ده. په یولس لوبو کې يي ٣٦٣ منډې یي ترلاسه کړي دي. په یادو لوبو کې یي اوچتي منډې يي ٦١ دي. نوموړي په یادو لوبو کې ٤نیمه سلیزي هم ترلاسه کړي دي.

څلورم: په څلورم مقام کې شرجیل خان شتون لری. نوموړي په روان ٢٠٢١ کال پي ایس ایل لیګ کې غوره توپ وهنه ترسره کړي ده. په یولس لوبو کې يي٣٣٨ منډې یي ترلاسه کړي دي. په یادو لوبو کې یي اوچتي منډې يي ١٠٥ دي. نوموړي په یادو لوبو کې یوه سلیزه او همدارنګه یوه نیمه سلیزه يي هم ترلاسه کړي دي.

پنځم: په پنځم مقام کې سرفراز احمد شتون لری. نوموړي په روان ٢٠٢١ کال پي ایس ایل لیګ کې غوره توپ وهنه ترسره کړي ده. په لس لوبو کې يي ٣٢١ منډې یي ترلاسه کړي دي. په یادو لوبو کې یي اوچتي منډې يي ٨١ دي. نوموړي په یادو لوبو کې ٣ نیمه سلیزي هم ترلاسه کړي دي.

دا هغه پینځه لوبغاړي دی کوم چي يي په پاکستان سوپر لیګ کې يي غوره توپ وهنه ترسره کړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ