راتلونکي نړیوال شل اوریز جام دا ځل دوه پړاوونو کې ترسره کیږي
خبریال وېبپاڼه / د کرکټ نړیوال شل اوریز جام دا ځل دوه پړاوونو کې کیږي
ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوالې شورا اړوند د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د راتلونکې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه په عمان او عربي اماراتو کې پیل شي. د کرک انفو نړیوالې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ به د هند غوره لیګ سیالیو له پای ته رسېدو څخه ۲ ورځې وروسته پیل شي.
د ۱۶ لوبډلو ترمنځ دغه سترې سیالۍ به په ۲ بېلابېلو پړاوونو کې ترسره شي چې په لومړي پړاو کې به ۸ لوبډلې له یو بل سره د سیالیو ډګر ته ووځي. یادو ۸ لوبډلو کې بنګله دېش، سریلانکا، زمبابوې، ایرلینډ، هالنډ، سکاټلنډ، عمان او پاپو نیو ګیني شاملې دي. دغه لوبډلې به په ۲ ګروپونو ووېشل شي، هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې ۳ لوبې ترسره کړي چې دوه مخکښې لوبډلې به ترې دویم پړاو ته چې سوپر ۱۲ بلل کیږي، لاره ومومي.
لومړی پړاو سیالۍ به په عمان او د عربي اماراتو په یوه لوبغالي کې ترسره شي. په عمان کې د یادو سیالیو د ترسره کولو لامل دا دی چې د عربي اماراتو لوبغالي او وېکټې د هند غوره لیګ سیالیو له امله ډېر مصروفه کیږي او د زیاتو سیالیو له امله د وېکټو وضعیت خرابیږي، نو دا چې د نړیوال جام ټولې سیالۍ هم په دې لوبغالو باندې وشي نو د وېکټو د وضعیت د زیات خرابوالي له امله ښايی د نړیوال جام مهمې او وروستۍ سیالۍ خرابې شي. نو له همدې امله د نړیوال جام لومړی پړاو سیالۍ په عمان کې ترسره کیږي.
د هندوستان د کرکټ اداره په دې باور ده چې د هند غوره لیګ سیالیو له پای وروسته بیا د نړیوال جام د دویم پړاو تر پیله پورې به کافي وخت ولري چې د عربي اماراتو وېکټې نوې او تازه کړي ترڅو د نړیوال جام دویم او خورا مهم پړاو پکې په خورا ښه بڼه ترسره شي. د یادو سیالیو دویم پړاو به د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د اکټوبر په ۲۴مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پیل شي چې د یاد هیواد په دریو بېلابېلو لوبغالو کې به يې لوبې ترسره شي.
په دغه پړاو کې ۸ لوبډلې لا له وړاندې شتون لري، ۴ لوبډلې به له لومړي پړاو څخه ورته لاره پیدا کړي چې ټولټال به ۱۲ لوبډلې شي. دغه ۱۲ لوبډلې به بیا په دوه ګروپونو ووېشل شي، هره لوبډله به په خپل ګروپ کې ۵ سیالۍ ترسره کړي چې بیا به له هر ګروپ څخه دوه مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبو ته لاره مومي چې بیا به په همدې ترتیب دوه لوبډلې پایلوبې ته ووځي چې ورسره به سیالۍ هم د اتلې لوبډلې په اعلانېدو سره پای ته ورسېږي. په دغه پړاو کې به ټولټال ۳۰ لوبې ترسره شي.
دا چې د کرکټ نړیوالې شورا په خپله د یادو سیالیو په اړه اعلان ندی کړی لامل یې دا دی چې د کرکټ نړیوالې شورا هند ته چې د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام کوربتوب په غاړه لري، د روانې جون میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې وخت ورکړی چې په هند کې د یادو سیالیو په ترسره کولو بریالي کیږي که نه؛ نو دا چې هندي کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا ته لا تراوسه خپل ځواب ندی لېږلی او لا هم ۵ نورې ورځې ورته پاتې دي، نو د کرکټ نړیواله شورا هم له همدې امله چپ پاتې ده او له رسمي ځواب ترلاسه کولو وروسته به د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام په اړه رسمي اعلامیه خپره کړي.