انګلستان او سریلانکا د شل اوریزو لوبو وروسته د یوروځینو لوبو لوبلړي پیلوي | خبریال

انګلستان او سریلانکا د شل اوریزو لوبو وروسته د یوروځینو لوبو لوبلړي پیلوي

خبریال وېبپاڼه / د سریلانکا کرکټ لوبډلې انګلستان ته د درې شل اوریزو او درېیوو یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی.

لومړۍ شل اوریزه لوبه د جون په ۲۳ مه د تېرې چهارشنبې په ماخستن انګلستان په ۸ وېکټو وګټله او جاس بټلر د ۶۸ ناسوځېدلو منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دې لوبه کې سریلانکا، انګلستان ته ۱۳۰ منډې هدف ورکړی و.

دویمه لوبه د پنجشنبې په ماخستن ترسره شوه، چې دې لوبه کې یو ځل بیا سریلانکا د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۱ منډې وکړې.

د انګلستان په پاڼۍ کې لوبه د باران له امله ۱۸ اورونو ته راښکته شوه، انګلستان په ۱۶ اعشاریه یو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ او لیام لېوېنګسټن د ۲۹ ناسوځېدلو منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دواړه لوبډلو د شل اوریزه سریز وروستي یا دریمه لوبه تیره شپه ترسره کړه چي په یاده لوبه کې هم د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې بریا ترلاسه کړه. او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته يي د صفر پر دري ماتې ورکړه.

همدارنګه د انګلستان کرکټ لوبډله له سریلانکا کرکټ لوبډلې سره د درې یو ورځنیو لوبو پیل د جون په ۲۹ مه د راتلونکې سه شنبې په ورځ پیلوي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه نیمې بجې پیلیږي.

دویمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په لومړۍ نېټه مازیګر ۴ نیمې بجې پیلوي او درېیمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۴ مه په برېسټول لوبغالي کې ترسره کوي، دا لوبه د ماسپښين په دوه نیمو بجو پیلیږي.

د سریلانکا لوبډله په یو ورځنیو لوبو درجه بندۍ کې نهم مقام لري او افغانستان لسم ځای کې دی.

د سریلانکا نومرې ۱۸۷۶ دي او د افغانستان نومرې ۱۰۵۴ دي.

په شل اوریزو لوبو کې افغانستان کرکټ ملي لوبډله اووم مقام يي خپل کړی دی، نومرې ۲۸۲۶ دي او سریلانکا اتم مقام کې ده او نومرې یې ۳۳۹۱ دي؛ خو رېټېنګ د افغانستان ۲۳۶ دي او د سریلانکا ۲۲۶ دي.

بل پلو انګلستان په شل اوریزو لوبو کې لومړی ځای خپل کړی او یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان لوبډله څلورم ځای کې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ