ویسټ انډیز او سویلي افریقا نن شپه دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره کوي
خبریال وېبپاڼه / تیره شپه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې او سویلې افریقا لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز پیل شو.
همدارنګه د یادو لوبو مخکي د ویسټ انډیز او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه ټېسټ سیالي ترسره شوې چې د افریقا لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.
په دغو دوو ټیسټ سیالیو کې د افریقا لپاره د توپ وهنې په برخه کې ویکټ کیپر توپ وهونکي کوینټن ډیکاک په یوه سیالۍ کې د ۷ شپږیزو او د ۱۲ څلوریزو پرمټ ترټولو ډيرې ۱۴۱* ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ادا کړ.
همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز تیره شپه د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان په وخت دشپې لس نېمې بجې پیل شو.
چي لومړي شل اوریزه لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شو.
د یادي لوبي ټاس یا بچه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه د توپ وهني بلنه يي د سویلې افریقا لوبډلې ته ورکړه.
سویلي افریقا لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د شپږ لوبغاړو په سوځیدو سره يي ١٦٠ منډې ترسره کړي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته يي په شل اورونو کې يي د ١٦١ منډو هدف ورکړه.
د افریقا لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې ریسو وان ډیر په ٣٨ توپونو باندي ٥٦ منډې ترلاسه کړي.
ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي وتوانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي. ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ياد هدف په ١٥ اورو کې د دوه لوبغاړو په زیان يي پوره کړه.
د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې لپاره ایون لیوز غوره توپ وهنه ترسره کړه نوموړي په ٣٥ توپونو باندي يي ٧١ منډې ترلاسه کړي. همدارنګه کریس ګیل په ٢٤ توپونو باندي يي ٣٢ منډې جوړي کړي. او لوبډله يي تر بریا ورسوله. او سویلي افریقا لوبډلې ته يي په اتو ویکټو ماتې ورکړه.
د یادي لوبي غوره لوبغاړي یون لیوز وټاکل شوي وه.
همدارنګه د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه شل اوریزه لوبه به نن شپه د افغانستان پر وخت لس نیمي بجي ترسره شي