آیا پوهیږي چي افغانستان په نړیوال جام کې د کومو لوبډلو سره لوبیږي
خبریال وېبپاڼه / نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان ګروپي لوبې معلومې شوې
د شل اوریز نړیوال جام سیالیو ځای او نېټې د وروستي ځل لپاره اعلان شوې چې له مخې به یې په اکتوبر میاشت کې دغه ستر جام ترسره شي.
د سږني نړیوال شل اوریز جام سیالیو کوربه توب د هند په برخه دی، خو په یاد هیواد کې د کرونا له امله دغه جام عمان او عربي اماراتو هیوادونو ته انتقال کړی شو.
د دغه شل اوریز نړیوال جام په لومړي راونډ کې اته لوبډلې شاملې دي، چې په A ګروپ کې سریلانکا، ایرلینډ، پي این جي، عمان او B ګروپ کې بنګلادیش، سکاټلینډ، نیدرلینډ او نمبیا شتون لري.
د نړیوال جام د دوهم پړاو لوبډلې هم په دوه ګروپونو ویشل شوي دي، چې په A ګروپ کې پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز، نیوزیلینډ او په B ګروپ کې بیا د افغانستان تر څنګ هندوستان، انګلستان او افریقا شامل دي.
د شل اوریز نړیوال جام لومړی پړاو لوبې به د اتو لوبډلو ترمنځ د اکتوبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه پیل شي، خو دوهم پړاو ګروپي لوبې به یې د اکتوبر پر ۲۴ مه نېټه پیل شي.
د لومړي راونډ څخه به څلور لوبډلې دوهم راونډ ته لار پیدا کوي، چې دوه به له یوه ګروپ سره او دوه به له بل ګروپ سره یو ځای کېږي، چې ټولې به پکې ۱۲ لوبډلې شي او د دغو دولس لوبډلو تر منځ به نړیوال شل اوریز جام تر سره شي.
د یادولو وړ ده چې د دغه نړیوال جام لومړۍ لوبه د پاکستان او اسټرالیا لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.