رحمن الله ګربز د پي ايس آیل لیګ وروسته هیواد ته راستون شوي
خبریال وېبپاڼه / رحمان الله ګربز په پياېساېل کې له درېیوو منډو جوړولو وروسته کابل ته راغی.
په شپږم پړاو پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د افغان لوبغاړو له جملې څخه رحمن الله ګربز د ملتان سلطان په ګټه، حضرت الله ځاځی او وقار سلام خېل په پېښورزلمي کې، راشدخان په لاهور قلندرز کې، ظاهرخان په کوېټې کې، نجیب الله ځدران او نوراحمد لکڼوال په کراچي کېنګز کې ولوبېدل.
له دې وړاندې قیس احمد او محمدنبي عیسی خېل هم په کوېټې او کراچي کې لوبېدلي وو.
رحمان الله ګربز د جون په لسمه نېټه د ملتان سلطان په ګټه لوبه کې د کراچي کېنګز پر وړاندې درې منډې وکړې او بیا د عماد وسیم په توپ سټمپ اوټ شو.
له دې وروسته ځېنو افغان رسنیو راپورونه ورکړل چې هغه ناروغ دی او له لوبو لېرې شوی دی.
ګربز د شنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې له دوبۍ څخه بېرته کابل ته راستون شو.
د هغه په دې پوسټ ډېرېیوو افغانانو ډول، ډول کمېنټونه کړي دي.
ګل ولي غورځنګ ورته لیکلي، چې په پياېساېل کې مو ستا له درېیوو منډو ډېر خوند واخیست.
ضیاءالحق زهیر ورته د ښه سفر دعاکړې، منیژه احمدي ورته لیکلي، چې ته هره ورځ یو عکس پورته کوې، فیسبوک ته ډېر وخت مه ورکوه.
تېر کې هم د لوبغاړو په پوسټونو ډول، ډول کمېنټونه شوي دي، چې رحمان الله ګربز تېره اوونۍ پرفیسبوک لایف راغلی و او مینوالو یې غوښتي وو، چې دوی ته منفي کمینټونه نه کوي، ځکه د دوی په ذهنیت منفي اغېز کوي.
نوموړي زیاته کړې وه چې دی په وړتیا لوبډلې ته راغلی او چې وړتیا پکې نه وي د هیچا واسطه به نشي.
نوموړي د خپل ورور یادونه کړې وه چې د هغه لپاره هم هیڅ واسطه نه کوي بلکې په خپل لیاقت به مخکې ځي.