سویلي افریقا د ویسټ انډیز څخه د خپلي لومړني لوبي غچ واخیست | خبریال

سویلي افریقا د ویسټ انډیز څخه د خپلي لومړني لوبي غچ واخیست

خبریال وېبپاڼه / د رباډا د ښې توپ اچونې پر مټ سویلي افریقا له ویسټ انډیز څخه د لومړۍ سیالۍ غچ واخیست.

تیره شپه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې او سویلې افریقا لوبډلو تر منځ د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز پیل شو.

همدارنګه د یادو لوبو مخکي د ویسټ انډیز او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه ټېسټ سیالي ترسره شوې چې د افریقا لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.

په دغو دوو ټیسټ سیالیو کې د افریقا لپاره د توپ وهنې په برخه کې ویکټ کیپر توپ وهونکي کوینټن ډیکاک په یوه سیالۍ کې د ۷ شپږیزو او د ۱۲ څلوریزو پرمټ ترټولو ډيرې ۱۴۱* ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د لوبې په ګټلو کې یې مهم رول ادا کړ.

همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزو سیالیو سیریز تیره شپه د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه د افغانستان په وخت دشپې لس نېمې بجې پیل شو.

چي لومړي شل اوریزه لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شو.

چي لومړي شل اوریزه لوبه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په ستر توپیر کټلي وه.

همدارنګه دوهمه شل اوریزه لوبه يي بیګا ترسره شوه.

د یادي لوبي ټاس یا بچه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه د توپ وهني بلنه يي د سویلې افریقا لوبډلې ته ورکړه.

سویلي افریقا لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د اووه لوبغاړو په سوځیدو سره يي ١٦٦ منډې ترسره کړي او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته يي په شل اورونو کې يي د ١٦٧ منډو هدف ورکړه.

د افریقا لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې تیمپا غوره توپ وهنه ترسره کړه. نوموړي یه ٣٣ توپونو باندي ٤٦ منډې ترلاسه کړي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ونه توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي. ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله په ټولو اورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان يي ١٥٩ منډې ترلاسه کړه.
او لوبه تري د افریقا لوبډلې د شپاړس منډو په توپیر وکټله.

د افریقا لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې رباډا دري ویکټې او جورج لینډا دوه ویکټې ترلاسه کړي.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي جورج رینډا وټاکل شو.

همدارنګه د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه شل اوریزه لوبه به د جون میاشتې په ٢٩ مه نیټه د افغانستان پر وخت لس نیمي بجي ترسره شي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ