ضیاء الرحمان اکبر په انګلینډ کې د خپل کلب لپاره غوره توپ اچونه ترسره کړي ده
خبریال وېبپاڼه / ضیاء الرحمان اکبر انګلینډ کې د خپل کلب لپاره پنځه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوي ځوان لوبغاړي ضیا ء الرحمان اکبر د انګلستان په مانچسټر سیمه کې د لیتم کرکټ کلب لپاره پرون یوځل بیا په زړه پورې لوبه وکړه چې په توپ اچونه کې یې پنځه لوبغاړي وسوځول.
ضیاء الرحمان اکبر تېره ورځ د خپلې لوبډلې لپاره په زړه پورې توپ اچونه وکړه او خپلې لوبډلې ته یې په بریا کې یوځل بیا مهم رول ولوبوه.
ضیاء الرحمان اکبر په خپلې وروستۍ لوبه کې۹.۳ اورونه اورونه ترسره کړل چې پکې یې پنځه مهمې ویکټې ترلاسه کړې او لوبه یې هم وګټله.
ضیاء اکبر چې په چپ لاس په زړه پورې ورو توپ اچونه کوي چې د سږ کال لپاره یې په لومړي ځل انګلینډ کې د کلب لیول کرکټ لپاره “لیتم” په نوم له یوه کلب سره تړون وکړ چې تر دې مهاله ښه ثابت شوی دی.
ضیاء اکبر په وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د زمبابوې خلاف ټیسټ نوملړ ته هم انتخاب شوی و، خو په دغې دوو مهمو ټېسټ لوبو کې چې د ده لپاره لومړۍ نړیواله لوبه وه د لوبېدو چانس ورنکړل شو.
ضیاء اکبر هم د خپلې په زړه پورې توپ اچونې وروسته خوښي ښودلې ده او له مینه والو یې د خپل پلار او مور لپاره چې دواړه کرونا نیولي دي دوعاوې غوښتي دي.
اکبر تر دامهاله د “لیتم ” کرکټ لپاره په خپلو څلورو لوبو کې ۱۶ لوبغاړي سوځولي دي چې په یوې لوبه کې تر ټولو ډیر لوبغاړي پرون وسوځول.
د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیاء اوس مهال ۲۳کاله عمر لري چې پخوا د افغانستان الف لوبډلې، ایمرجینګ لوبډلې او د نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبیدلی دی.