متحده عربي اماراتو کې په نوې بڼه د کرکټ لوبي پيليږي | خبریال

متحده عربي اماراتو کې په نوې بڼه د کرکټ لوبي پيليږي

خبریال وېبپاڼه /امارات د ٩٠ توپونو سیالۍ تاسیسوي.

یو شمیر راپورونه وايي چې متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ د يو نوي فارمټ لوبو کوربتوب ته چمتووالی نيسي.

د کرکټ د یاد نوي فارمټ لوبو لپاره د کرکټ له نړيوالې شورا څخه هم اجازه اخيستل شوي او ويل کيږي چې د ۹۰ بالونو د ياد تجارتي ليګ لومړي پړاو به راتلونکې ميلادي کال کې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره شي.

کرکټ د یاد نوي فارمټ لوبو لپاره د کرکټ له نړيوالې شورا څخه هم اجازه اخيستل شوي او ويل کيږي چې د ۹۰ بالونو د ياد تجارتي ليګ لومړي پړاو به راتلونکې ميلادي کال کې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره شي.

د ياد ليګ د همکاريو هوکړه د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ او Sharjah-based Century Events Sports FZC ترمنځ داسې مهال لاسليک شوه چې د بختيار ګروپ مشر عبدالرحمن بختيار ( هغه څوک چې متحده عربي اماراتو ته د نړيوال کرکټ په انتقال کې لومړی شخص ياديږي )، د نوموړي زوی او پاکستان سوپر ليګ کې د کراچي کېنګز لوبډلې مالک سلمان اقبال هم شتون درلود.

عبدالرحمن بختيار وايي “زه په عربي اماراتو کې د کرکټ له پیل څخه کرکټ سره تړل شوی يم او غواړم چې دلته کرکټ ته نور پرمختګ هم ورکړم، ددې لپاره مونږ له مختلفو لارو چارو کار اخلو او دا نوی فارمټ به د مينه والو لپاره په زړه پوری وي”.

د کراچي کېنګز لوبډلې مالک سلمان اقبال وايي ” دکرکټ لوبه د نړۍ په يوه مشهور سپورت بدله شوې په ځانګړي ډول په دې سيمه کې، نو د نورې ښکلا لپاره يې قرباني پکار ده ترڅو نوښتونه پکې راشي، مونږ دادی د نوی څه لپاره ګام پورته کړ او زه يقين لرم چې کامیاب به ورڅخه راوځوو”.

په تېر کې شل اوریز کرکټ بیا لس اوریز کرکټ بیا هنډرېډ بالز یا سل توپونه او اوس نوي توپونه؛ دا د کرکټ په بڼه کې بدلون او لنډون دی، چې لوبې به جذابې کړي؛ خو ځېنې زیانونه هم لري،

د لاسليک شوې موافقې له مخې به ياد ۹۰ باليز ليګ هر کال د شارجې په لوبغالي کې ترسره کيږي، چې لومړی پړاو يې پام کې ده راتلونکې ۲۰۲۲م کال کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ