پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندي د سیالیو لپاره خپلي لوبډلې اعلان کړي
خبریال وېبپاڼه / پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندي د سیالیو لپاره خپلي لوبډلې اعلان کړي.
ټاکل شوي چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره د انګلستان په کوربه توب دري يوروځیني او همدارنګه دري شل اوریزي لوبي ترسره کړي.
چي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د یادو لوبو لپاره خپلي لوبډلې اعلان کړي دي.
د یورځینو لوبو نوملړ
بابر اعظم لوبډلمشر،شاداب خان، عبدالله، شعیب مقصود، فهیم اشرف، فخر زمان، خارث روف، خارث سهیل، حسن علی ،امام الحق ،محمد حسینن، محمد رضوان، محمد نواز، سلمان علی،سرفراز احمد ،شکیل، شاهین افریدي، او عثمان قدیر شامل دي.
شل اوریزو لوبو نوملړ
بابر اعظم لوبډلمشر،شاداب خان،فخر زمان، محمد حفیظ،محمد رضوان،شرجیل خان، ایماد وسیم،شعیب مقصود،سرفراز احمد ،اعظم خان، محمد نواز، فهیم اشرف ،شاهین افريدي ،حسن علی،ارشاد اقبال ،محمد وسیم،عثمان قدیر ،محمد حسینن،او خارث روف شامل دي.
د یادو لوبو څخه لومړي د پنځوس اوریزو لوبو لوبلړي پیل کیږي.
لومړي پنځوس اوریزه لوبه د جولای میاشتي په اتمه نیټه،دوهمه پنځوس اوریزه لوبه د جولای میاشتي په لسمه نیټه او دریمه پنځوس اوریزه لوبه د جولای میاشتي په دیارلسمه نیټه ترسره کیږي.
همدارنګه د پنځوس اوریزو لوبو وروسته د شل اوریزو لوبو سریز هم پیل کیږي.
لومړي شل اوریزه لوبه يي د جولای میاشتي په ١٦ مه نیټه ترسره کیږي ،دوهمه شل اوریزه لوبه د جولای میاشتي په ١٨ مه نیټه او دریمه شل اوریزه لوبه د جولای میاشتي په ٢٠ مه نیټه ترسره کیږي.
همدارنګه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ٨٨ یو ورځیني لوبي هم ترسره شوي چي د یادو ٨٨ لوبو څخه ٣٢ لوبي یي پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي ،او ٥٣ لوبي بیا انګلستان کرکټ ملي لوبډلي کټلي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ ١٥ شل اوریزي لوبي هم ترسره شوي چي د یادو ١٥ شل اوریزو لوبو څخه يي لس ١٠ لوبي انګلستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي او څلور ٤ لوبي
يي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي .
همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ ٨٦ ټیسټ لوبي هم ترسره شوي دي. چي د یادو شپږویشتو ٢٦ ټیسټ لوبي انګلستان کرکټ ملي لوبډلې او ٢١ لوبي پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي.