د سریلانکا کرکټ لوبغاړو لپاره بد خبر
خبریال وېبپاڼه / د سریلانکا کرکټ مینوال؛ خپلو لوبغاړو سره مینه نه کوو.
د سریلانکا کرکټ لوبډلې ډېری سریلانکایي مینوال له خپلو لوبغاړو ناراضه دي او وایي چې نور خپل لوبغاړي په سوشل مېډیا کې نه فالو کوو او پرځای یې د ان فالو بټن وهي.
ډېری سریلانکایانو اوس کمپاین پیل کړی دی، چې خپل لوبغاړي پر فیسبوک، انسټګرام او ټوېټر ان فالو کړي.
دوی ځکه غوسه دي او وایي چې ولې د سریلانکا لوبډلې د شل اوریزو لوبو لړۍ درې د صفر پر وړاندې انګلستان ته وبایلله.
انګلستان له سریلانکا څخه درې شل اوریزو لوبې سر په سر وګټلې او سریلانکا یې کلین سویپ کړه.
دا په لږ وخت کې پنځمه لوبلړۍ ده چې سریلانکا کې یې بایلي او په دې وجه د سریلانکایانو زړونه له خپلې لوبډلې تور دی.
.#unfollowcricketers
هېش ټګ وکارول شو د یکشنبې په ورځ په فیسبوک کې په دې کمپاین کې زرګونه کسانو د سریلانکا لوبغاړو پاڼې ان فالو کړې.
ډېری مینوالو دا کمپاین هم کړی چې نور ملي لوبډله په تلویزیون هم ونه ګوري او لوبې یې باید تعقیب نه کړي.
سریلانکا د ۲۰۱۸ کال له اکټوبر څخه لس شل اوریز سیریزونه ترسره کړي، چې یواځې یو یې له پاکستان څخه ګټلی دی او ۹ یې بایللي دي.
کله چې یوه لوبډله ښه کارکرده ګي نه کوي، نو مینوال ترې ناراضه کېږي.
په ۲۰۱۹ نړیوال پنځوس اوریز جام کې افغانستان ۹ لوبې سر په سر وبایللي، چې له دې د افغان کرکټ ملي لوبډلې هېوادني مینوال سم و نیمایي راکم شول.
دوی په لوبغاړو انتقاد کاوه چې د ناسم انتخاب او ناسمو لوبو له امله یې د افغان لوبډلې ریکارډ خراب کړ.