مجیب الرحمان د خپلې لوبډلې لپاره لومړۍ لوبه تر سره کړه
خبریال وېبپاڼه / د انګلستان کورني ویټالیټي بلاست سیالیو کې محیب الرحمان لومړۍ سیالۍ تر سره کړه او خپله لوبډله يې بریا ته ورسوله.
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپاچونکی مجیب ځدران، چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې اخیستل شوی و، تېره اونۍ له خپلې لوبډلې سره یوځای شو او پرون یکشنبه یې د خپلې لوبډلې «میډلیسکس» لوبډلې سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.
میډلیسکس لوبډلې پرون ګلامورګان لوبډلې ته په اوو ویکټو سخته ماتې ورکړه، چې پکې مجیب ځدران څلورو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی یې وسوځاوه.
یاده لوبه کې لومړی توپوهنه ګلامورګان لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۰ منډې وکړې او میډلیسکس لوبډلې ته یې د ۱۷۱ منډو هدف وټاکی.
کله چې میډلیسکس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۷،۴ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سیالي لوبډلې ته یې په اوو ویکټو سخته ماتې ورکړه.
د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالۍ او پکې افغان لوبغاړي
د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالۍ د روان ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۹مه نېټه د اتلس لوبډلو ترمنځ پيل شوې او د سیپټمبر میاشتې تر ۲۱مې نېټې پوري به دوام وکړي.
ددې لیګ په سږنیو لوبو کې نوینالحق، محمدنبي او قیساحمد له خپلو لوبډلو سره وار له مخي یوځای شوي وه او لوبې ورسره کړې دي، خو مجیب ځدران په یاد لیګ کې پرون خپله لومړۍ لوبه وکړه اوددې ترڅنګ بل نامتو افغان لوبغاړی راشدخان چې د پاکستان په سوپرلیګ کې ولوبېد، ډېر ژر انګلستان ته سفر وکړي او له خپلې لوبډلې سره به یوځای شي.