درې سرېلانکايي لوبغاړي د سرغړونو له امله له لوبډلې کینول شوي
خبریال وېبپاڼه /درې سرېلانکايي لوبغاړي د سرغړونو له امله له لوبډلې کینول شوي
وروسته له دې چې درې سرېلانکايي لوبغاړي په انګلینډ کې له بایو ببل یا خوندي چاپیریال د اصولو څخه په سرغړونه ګرم وپیژندل شول، د یاد هیواد کرکټ بورډ پریکړه وکړه چې درې واړه به په بیړني ډول له انګلینډ څخه سرېلانکا ته لیږل کیږي.
د سریلانکا کرکټ بورډ د خپلې ملي لوبډلې مرستیال کپتان کوسال منډیس، بل لوبغاړی ډیکوالا او دانوشکا له دې کبله له لوبو بند کړل
چې یادو لوبغاړو اصول یې مات کړي. د سریلانکا کرکټ لوبډله اوسمهال په انګلستان کې په سیالیو بوخته ده،
د کرونا ویروس له امله لوبغاړو ته کلکه سپارښتنه شوې وه چې د کرونا ویروس د خپرېدو او پرې د اخته کېدو د مخنیوي لپاره بې ضرورته له هوټل څخه د باندې ونه وځي.
خو یادو دریو لوبغاړو دا اصول مات کړي او په یوې ویدیو کې ښکاري چې د انګلستان د درهم په سړک کې سګرټ څکي.
د سري لانکا کرکټ بورډ دوی سرغړوونکي وبلل، له روانو سیالیو څخه یې ووېستل، بېرته یې هېواد ته وروغوښتل او په اړه یې تحقیقات پیل کړل. وايي دوی نه د ځان خیال ساتلی، نه د ټیم او نه یې اداري اصولو ته پام کړئ.
د ملي لوبډلو ځينې لوبغاړي داسې فکر کوي چې «نړۍ د دوې له سترګو» ودانه ده او دوی د شاهي نظامونو د باچاهانو غوندې له هر څه «بري دي او برائت» لري. نه داسې نه ده، ملي لوبغاړي تر هغه وخت ملي لوبغاړی وي چې هېواد کې دننه او د باندې د خپل ملت رښتیني استازیتوب وکړي، قانون، نظم او دسپلین ته پابند وي. شاید ځینې ووايي چې «سګرټ څکل» یوه عادي خبره ده او دا سزا ډېره ده؟ خو داسې نه ده، د ملي لوبډلې د لوبغاړو لپاره تر هر څه مخکې نظم او ډسپلین مهم دي. دوی په میدان کې دننه هم او د میدان د باندې هم د خپلو هېوادونو «استازي بلل کیږي او دم او قدم یې دواړه په حساب» دي. د دوی یوه وړه تېروتنه او ځان غوښتنه پوره هېواد او ولس خرابولی شي.
د سريلانکا کرکټ بورډ د دغې پرېکړې څخه یو درس دا دی چې باید اصول او قانون په ټولو تطبیق شي، لوبغاړي تر هیچا غوره نه دي او تر قانون پورته نه دي.