د ۲۰۱۸ کال راهېسې لس شل اوریزه لوبلړۍ ترسره کړي دي، چې يوازې يوه لړۍ يې له پاکستان څخه ګټلې. | خبریال

د ۲۰۱۸ کال راهېسې لس شل اوریزه لوبلړۍ ترسره کړي دي، چې يوازې يوه لړۍ يې له پاکستان څخه ګټلې.

خبریال وېبپاڼه / سريلانکا لوبډلې په وروستيو لسو لوبلړيو کې يوازې پاکستان ته ماتې ورکړې.

سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې له تېر ۲۰۱۸ کال راهېسې لس شل اوره لوبلړۍ ترسره کړي دي، چې يوازې يوه لړۍ يې له پاکستان څخه ګټلې او نورې ټولې لړۍ يې بايللي دي.

سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې د جېوردني، تريماني، دلشن، کومارا سنګکارا، اجينتا منډېس او لیست ملينګا په درلودلو سره د نړۍ د غوره لوبډلو څخه وه، چې په شل اوريزه او يو ورځنيو سياليو کې يې ښّ ريکارډ درلود.

اوس چې ياده لوبډله کې ډېری ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی، پرلپسې لوبلړۍ بايلي، چې د مينه والو غبرګونونه يې هم پارولي دي.

دغې لوبډلې خپله وروستۍ شل اوريزه لوبلړۍ هم د انګلستان پر وړاندې درې د صفر په مقابل کې وبايلله، چې د دغه هېواد وګړي يې سخت غبرګون ته اړ کړل.

د دغه هېواد اوسېدونکو او د کرکټ مينه والو د تېرې يکشنبې  په ورځ په ټولنيزو رسنيو کې د کرکټ لوبغاړو پر وړاندې د ناخوښۍ هشټګ وکاروو او له خپلو وګړو يې په يو کمپاين کې د لوبغاړو د آنفالو کولو غوښتنه يې کوله.

همدرانګه د دغه  هېواد يو شمېر کرکټ مينه والو د خپلو ټولنيزو رسنيو په مخپاڼو ليکلي، چې نور د يادې لوبډلې لوبې په تلويزيون هم نه ګوري او نه هم خپل لوبغاړي تشويقوي.

د شل اوريزه سياليو په لړ کې د ۲۰۱۸ کال د مارچ له میاشتې تر ننه سريلانکا ۳۰ د لوبلړيو سيالۍ ترسره کړي، چې يوازې ۲۹ لوبې کړي، چې یوازې شپږ لوبې يې ګټلي او يوه بې پايلې بای ته رسېدلې ده.

د دغو دريو کلونو په لړ کې سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې له ويسټ انډيز، هند، استراليا، انګلستان، بنګله دېش، نيوزېلنډ او سويلي افريقا لوبډلو څخه يي ماتې خوړلي دي، خو يوازې پاکستان لوبډلې ته يې کور دننه درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې ده.

د يادونې وړ ده، چې سريلانکا کرکټ ملي لوبډله د شل اوريزه سياليو په درجه بندۍ کې له افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څخه وروسته په اتم مقام کې ځای لري، چې له بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلي او ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو څخه مخکې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ