قیس احمد غوره توپ اچونه ترسره کړه خو لوبډلې يي په ستر توپیر ماتې وخوړه
خبریال وېبپاڼه / له یوې جالبې لوبې وروسته د قیس احمد اړوند کېنټ لوبډلې ماتې وخوړه.
د انګلستان ویټالیټي بلاست شل اوریز سیالیو په لړ کې بېګا شپه د قیس احمد اړوند لوبډلې د سومریټ لوبډلې پر وړاندې سیالۍ تر سره کړه.
پیل د قیس احمد اړوند کېنټ لوبډلې وکړ د اتو لوبغاړو په سوځیدو يې په شل اورونو کې ۱۶۸ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف په مخ کې کېښود.
په دوهم اننګز کې سومریټ لوبډلې د ټام بانټن د ۱۰۷* او ډیون د ۵۱* ناسوځېدلو منډو پر مټ ټاکل شوی هدف د لوبې په شپاړلسم اور کې بغیر له کومه ویکټې يي تر لاسه کړ او د قیس احمد اړوند کېنټ لوبډلې ته يې په لسو ویکټو ستره ماتې ورکړه.
افغان سوکه توپ اچونکي قیس احمد د خپلې لوبډلې لپاره اقتصادي توپ اچونه وکړه، نوموړي په څلور اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او په ویکټ اخیستلو بریالی نه شو.
قیس احمد ته په لوبه کې د توپ وهني موقع هم برابرا شوه خو نوموړی ښه ونه ځلید په اول بال په صفر روخصت کړی شو.
یاده دې وي چې دا د انګلستان کورنۍ سیالۍ دې چې په انګلستان هېواد کې پېل شوي، او د نړۍ د مشهوره لوبغاړو تر څنګ افغان لوبغاړي هم پکې لوبيږي.