سریلانکا او انګلستان نن د یورځینو لوبو لوبلړي پیلوي | خبریال

سریلانکا او انګلستان نن د یورځینو لوبو لوبلړي پیلوي

خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان په وخت ماسپښین دوه نیمې بجې د سریلانکا او کوربه انګلینډ لوبډلو تر منځ د درېو یوورځینیو سیالیو لوبلړۍ پیل شي.

له دغې لوبې وړاندې پرون د جون په ۲۸مه نېټه سریلانکا کرکټ بورډ خپل درې لوبغاړي نېروشن، کوسل او دانوشکا بیرته هېواد ته ستانه کړې دي.

دوی وايي چې دغو دریو لوبغاړو په انګلستان کې قرنطین نه دی مراعات کړی نو له همدې امله يې بیرته هېواد ته ستانه کړې دي.

سریلانکا او انګلینډ لوبډلو له دې وړاندې درې شل اوریزې سیالۍ هم تر سره کړې چې یادې سیالۍ انګلینډ لوبډلې درې د صفر پر وړاندې په خپل نوم کړې او سریلانکا لوبډله يې په سپین میدان پرېښوده.

نن به د دواړو لوبډلو تر منځ د درېو یوورځینیو سیالیو سیریز د افغانستان په وخت ماسپښین دوه نیمې بجې پیل شي، چې دواړو لوبډلو ورته پوره چمتووالی ښودلی.

دغه سیالۍ چې نن د دواړو لوبډلو تر منځ پیلیږي دا سوپر لیګ سیالۍ دي چې د ای سي سي له لوري ورکړل شوي، چې ګټونکي لوبډله به يې سوپر لیګ سیالیو کې مخکې تک کوي.

همدارنګه د یادو لوبډلو ترمنځ ٧٥ یوورځیني لوبي ترسره شوي چي ٣٦ لوبي يي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې کټلي او ٣٦ لوبي يي سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې کټلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ