بنګلديشي لوبډله زمبابوې سره لوبې کولو لپاره دې هېواد ته رسيدلې
خبریال وېبپاڼه / بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله نن زمبابوې هېواد ته لاړه.
بنګله دیش کرکټ ملي لوبډله نن د جون په نهه ویشتمه نېټه زمبابوې هېواد ته د سیالیو لپاره روانه شوه.
ټاکل شوې ده چې د بنګله دیش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د زمبابوې په کوربتوب د یوې ټیسټ سیالۍ تر څنګ د دواړو لوبډلو تر منځ به درې یوورځینۍ او درې شل اوریزو سیالۍ هم تر سره شي.
چې د همدغو سیالیو د تر سره کولو لپاره نن د بنګله دیش کرکټ لوبډله یاد هېواد ته روانه شوه، یاده لوبډله به د یو څه وخت لپاره په زمبابوې کې قرنطین وي او له هغه وروسته به د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې به یوه ټیسټ، درې یوورځینۍ او درې شل اوریزې سیالۍ تر سره کړي.
د دواړو لوبډلو تر منځ به لومړی یوازینۍ تيسټ سیالۍ د راتلونکي جولای میاشتې په اومه نېټه پيل شي چې تر یوولسمې نیټې پورې به دوام وکړي.
له دغه سیالۍ وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ د درېو یوورځینیو سیالیو سیریز پیل شي، چې لومړۍ لوبه به يې د جولای میاشتې په ۱۶مه دوهمه يې په ۱۸مه او وروستۍ هغه به يې په ۲۰مه نېټه تر سره شي.
د شل اوریزو سیالیو پیل به يې د جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه وشي، چې لومړۍ سیالۍ به يې په ۲۳مه دوهمه يې په ۲۵مه او وروستۍ هغه به يې په ۲۷ مه نېټه تر سره شي.
همدارنګه بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو د ٢٠٠٦ کال راهیسي ١٣ شل اوریزي سیالي ترسره کړي دي. چي د یادو ١٣ شل اوریزو لوبو څخه يي نهه لوبي يي بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې کټلي او څلور لوبي بیا د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي کټلي دي
یادو دواړو لوبډلو همدارنګه ٧٥ یو ورځیني لوبي هم ترسره کړي دي. چي د یادو ٧٥ یوورځینو لوبو څخه يي ٤٧ لوبي يي بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي کټلي او ٢٨ لوبي بیا زمبابوي کرکټ لوبډلي کټلي دي.
همدارنګه یادو لوبډلو د ٢٠٠١ کال راهیسي ١٧ ټیسټ لوبي يي هم ترسره کړي دي. چي د یادو ١٧ ټیسټ لوبو څخه يي اووه ټیسټ لوبي يي بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي کټلي او اووه ټیسټ لوبي زمبابوي کرکټ لوبډلي کټلي دي.