ویلمسن: کوهلي له پخوا پيژنم، هغه مې ښه دوست دي
خبریال وېبپاڼه / د نیوزېلېنډ کرکټ ملي لوبډلې کپتان کين ويليمسن تازه په یو مرکه کې ويلي دی چې له ويرات کوهلي ډير وخته پيژنم او له يو بل سره ډيري ښې اړيکې لرو.
کین ويليمسن له ویرات کوهلي سره د ملګرتيا په اړوند يادې څرګندونې په داسې مهال کوي چې تيره اونۍ د نړيوالو ټيسټ چیمپینشپ سیالیو لوبو د اتلولۍ په تاريخي پايلوبه کې هند نیوزېلېنډ ته په اته ويکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
همدارنګه د نیوزېلېنډ کرکټ ملي لوبډلې کپتان کين ويليمسن تازه انډيا ټوډی ويبپاڼې سره پخپلو خبرو کې ويرات کوهلي سره د خپلې ملګرتيا ستاينه کړې.
کین ويليمسن وايي: “زه له ويرات کوهلي سره له ډيرې مودې راهيسې پيژنم او سره مخ کيږو، زما په اند د ورزش يو ښه اړخ دادی چې پکې کولی شې د نړۍ له هر ګوټ څخه ملګري پيدا کړې”.
بلخوا په نړيوالو ټيسټ لوبو کې د اتلولۍ خپلولو وروسته کوهلي هم ويليمسن او د هغه ټولې لوبډلې ته مبارکي ویلې وه.
د يادونې وړ ده چې ويليمسن او ويرات کوهلي دواړه په يو وخت د خپلو هيوادونو د نولس کلنو څخه د کم عمره ځوانانو د ملي لوبډلو کپتانان هم پاتې شوي وو.
هند او نيوزيلينډ د کوهلي او ويليمسن په کپتانۍ د ماليزيا هېواد په کوربه توب د ۲۰۰۸م کال نړيوال جام سيمي فاینل کې سره يو د بل په وړاندې مخامخ شوې وو، چيرته چې هند لوبډلې بريا خپله کړې وه.