انګلیستان سريلانکا څخه لومړۍ ۵۰ اوريزه لوبه وګټله | خبریال

انګلیستان سريلانکا څخه لومړۍ ۵۰ اوريزه لوبه وګټله

خبریال وېبپاڼه / د انګلستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو وروسته د یورځینو لوبو لوبلړي پیل شوه.

چي د یاد لوبلړي لومړي لوبه ترسره شوه.

د یادي لوبي ټاس یا بچه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي وکټه او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته ورکړه.

سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي د ټولو لوبغاړو په زیان يي په ٤٢.٣ اورونو کې يي ١٨٥ منډې ترلاسه کړي او انګلستان کرکټ ملي لوبډلي ته يي د ١٨٦ منډو هدف ورکړه.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کیسول پریرا او واینډیو غوره توپ وهنه ترسره کړه. کیسول پریرا په ٨١ توپونو باندي يي ٧٣ منډې ترلاسه کړي او واینډیو بیا په ٦٥ توپونو باندي يي ٥٤ منډې يي ترلاسه کړي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې کریس ووکس په ١٠ اورونو کې يي د ١٨ منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټې يي ترلاسه کړي. همدارنګه ډیويډ ویلي په ١٠ اورونو کې يي د ٤٤ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټې يي ترلاسه کړي.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله وتوانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي او د پینځو لوبغاړو په سوځیدو سره يي په ٣٤.٥ اورونو کې د ١٨٩ منډو په ترلاسه کولو سره يي پوره کړه.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره غوره توپ وهنه جیو روټ ترسره کړه چي په ٨٧ توپونو باندي يي ٧٩ منډې ترلاسه کړي.

او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته يي په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي کریس ووکس وټاکل شو چي نوموړي غوره توپ اچونه ترسره کړي وه او د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې څلور لوبغاړي يي سوځولي وه.

د یادولو وړ ده چي د یادي لوبي څخه مخکي هم د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لوبلړي هم ترسره شوي وه چي یاده لوبلړي هم د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي کټلي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ