ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ په کرونا اخته شوی | خبریال

ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ په کرونا اخته شوی

خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک او تیز توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د سختو تبي وروسته د کرونا ټېسټ کړی دی چې تېره شپه یې نتیحه مثبته راغلې ده.

تېره شپه ناوخته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني مدیر او شاپور ځدراڼ ته نږدې کس شیر اغا همکار په خپلې فسبوک پاڼې د شاپور ځدراڼ په اړه خبر خپور کړ او تایید یې کړه چې نوموړی کرونا اخته شوي.

د شاپور ځدراڼ د روغ صحت لپاره د کرکټ مبصرینو او مینه والو هم په ټولنیزو رسنیو د دوعا غوښتنه کړې ده څو ژر جوړ او عادي حالت ته راوګرځي.

شاپور ځدراڼ دا مهال په پلازمېنه کابل کې خپل کور کې د کورنیو له غړو جلا او قرنطین شوی دی.

شاپور ځدراڼ په دې وروستیو کې د افغانستان په کرکټ بورډ کې هم له ځینو لوبغاړ سره کتلي او مجلسونه یې کړي دي چې له امله یې یو شمېر نورو لوبغاړو هم د کرونا څخه د ځان د خوندیتوب لپاره هڅې کړي دي.

شاپور ځدراڼ په وروستیو کې غوښتل چې یوځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې غړی شي، خو په یو – یو ټېسټ کې د پاتې راتللو له کبله په تمریناتي کمپ کې نه و شامل شوی.

شاپور ځدراڼ تر دا مهاله ۳۳ کاله عمر لري چې د افغان لوبډلې لپاره یې له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۹م کاله پورې لس کاله نړیوال کرکټ وکړ.

د شاپور ځدراڼ تر ټولو په زړه پورې لوبې په ۲۰۱۵م کال نړیوال جام کې وې چې د نیوزیلینډ او اسټرالیا په کوربه توب پکې ولوبید او نه هیریدونکی بالېنګ یې وکړ.

شاپور په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان لپاره ۴۳ ویکټې اخیستي دي او په ۳۶ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې یې ۳۷ ویکټې اخیستې دي، خو په ټېسټ نړیوالو لوبو کې د هیواد لپاره نه دی لوبیدلی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ