د یوې جالبې لوبې وروسته سویلي افریقا لوبډلې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.
خبریال وېبپاڼه / سویلي افریقا په ویسټ انډیز کې په ویسټ انډیز لوبډلې برلاسې ده.
د یوې جالبې لوبې وروسته سویلي افریقا لوبډلې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.
د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډیز هیواد په کوربتوب پنځه شل اوریزې سیالي پیل شوي.
چې د یاد سریز لومړۍ لوبه يې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي کټلي دوهمه شل اوریزه لوبه يي سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي کټلي او درېیمه شل اوریزه لوبه يې چې پرون د جون په ۲۹مه نېټه تر سره شوه یو ځل بیا سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي ته ماتې ورکړه.
دیادي لوبي ټاس یا بچه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي ته ورکړه.
په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې وکړه د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره شل اورونو کې ۱۶۷ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه.
سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي ته په توپ وهنه کې کوینټن دیکاک د دوو شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ په ۵۱ توپونو باندې ۷۲ تر نور زیاتې منډې جوړې کړې. ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ اچونه کې اوبید مک کوی ۴ویکټي يي ترلاسه کړي ، ډیوین براوو بیاہ دري ۳ لوبغاړي له مخې پورته کړل.
په دوهم اننګز کې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله د نیکولاس پورن او د ایون لیونس د ۲۷-۲۷ منډو پر مټ يې د اوو لوبغاړو په زیان يې ۱۶۶ منډې جوړې کړې او د یوې منډې په توپیر يې ماتې وخوړه.
له دې سره دا د ویسټ انډیز دوهمه ماتې ده چې په روان سیریز کې يې خوري.
د یادي لوبي غوره لوبغاړي تبریز شمسي وټاکل شو چي نوموړي دوه ویکټې ترلاسه کړي وي.
یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو تر منځ به څلورمه شل اوریزه سیالۍ د جولای میاشتې په اوله، او وروستۍ هغه يې بیا په درېیمه نېټه تر سره کیږي.