نوین الحق غوره توپ اچونه ترسره کړه، خو لوبډلي يي لوبه وبیلله
خبریال وېبپاڼه / انګلستان ویټالیټي بلاسټ سیالیو په لړ کې بیګا شپه د محمد نبي اړوند نارتهمپټن شآیر لوبډلې د نوین الحق اړوند لیسټر شآیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې لومړی توپ وهنه د نوین الحق اړوند لیسټر شآیر لوبډلې وکړه د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره شل اورونو کې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۳۹ منډو هدف په مخ کې کېښود.
په دوهم اننګز کې د نبي اړوند لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۱۹ اور کې د پنځو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او سیالې لوبډلې ته يې د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې دواړه افغان لوبغاړي ښه وځلېدل، خو لوبه د نبي اړوند لوبډلې وګټله.
نبي په څلور اورونو کې د ۱۸ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ تر لاسه کړه، او همداشان يې په توپ وهنه کې د یوې شپږيزې پر مټ په شپږو توپونو باندې ۸ منډې تر لاسه کړې.
بله خوا بیا نوین د ۲۷ منډو په بدل کې دوه مهم لوبغاړي له مخې پورته کړل او په توپ وهنه کې يې په دوو توپونو د یوې شپږيزې په وهلو سره شپږم منډې جوړې کړې او خپله ویکټ يې له لاسه ورکړه.
یاده دې وي چې د انګلستان په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د نورو مشهوره لوبغاړو تر څنګ پنځه افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي چې له بېلابېلو لوبډلو سره لوبيږي.
دا مهال د انګلینډ شل اوریزه ویټالیټي بلسټ لوبو کې څلور افغان لوبغاړي، محمدنبي، مجیب الرحمن، قیس احمد او نوین الحق لوبیږي او څلور واړه یې د خپلو لوبډلو لپاره ښې لوبې کوي، خو تر ټولو بریالی یې بیا ځوان نوین الحق دی چې د خپلې لوبډلې لپاره یې لس لوبو کې ۱۷ ویکټې اخیستي او د بالرانو په نوملړ کې لومړی ځای لري.
سره له دې چې نوین الحق د بالرانو د نوملړ لومړي سر کې دی، خو لوبډله یې لیېسترشایر بیا د لسو لوبو کولو وروسته د نارت ګروپ وروستۍ لوبډله ده. لیېسترشایر لوبډلې له لسو لوبو څخه یوازې درې لوبي يي ګټلي دي ، او همدارنګه اوه یې بایللي او اوسمهال شپږ پاینټونه لري.