پاکستان د انګلستان پر وړاندي
خبریال وېبپاڼه / ایا انګلستان به د پاکستان لوبډله وایټ واش کړي؟
د پاکستان کرکټ لوبډلې د شنبې په ورځ د جون په ۲۶ مه انګلستان ته سفر وکړ، هلته یې د کورونا ټېسټونه وکړل او ټېسټونه یې منفي راووتل.
دا لوبډله په انګلستان کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې د جولای په ۸ مه نېټه پیلوي.
ایا انګلستان به وکولای شي، چې په دواړو لوبلړيو کې د پاکستان لوبډله ماته کړي؟
ځکه له دې وړاندې انګلستان سریلانکا لوبډله په شل اوریز سیریز کې کلین سویپ کړه او په داسې حال کې د پاکستان لوبډله هم انګلستان ته تللې، چې د انګلستان لوبډله په ښه مُرال کې ده او هم په شل اوریزو لوبو کې لومړي مقام کې ده.
د پاکستان لوبډله به اوس تمرینات پیلوي او د لوبو لپاره به چمتووالی نیسي.
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۸ مه نېټه د مازیګر په څلور نیمو بجو د انګلستان په کارډیف لوبغالي کې پیلوي.
دویمه لوبه د جولای په لسمه د ماسپښین په دوه نیمو بجو د لندن ښار په لارډز لوبغالي کې ترسره کوي.
درېیمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۱۳ مه د مازیګر په څلور نیمو بجو په برمینګهم سیمه کې ترسره کوي.
د شل اوریزو لوبو لړۍ د جولای په ۱۶ مه د شپې په لس بجو پیلوي، دویمه شل اوریزه لوبه د جولای په ۱۸ په هیډینګلي سیمه کې د ماښام په ۶ بجو پیلوي او درېیمه شل اوریزه لوبه د جولای په ۲۰ مه د شپې په لس بجې په مانچیسټر کې ترسره کوي.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو لوبو کې لومړي مقام کې ده او د پاکستان کرکټ ملي لوبډله په شل اوریزو لوبو کې څلورم ځای کې ده.
په یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډله څلورم ده او د پاکستان کرکټ ملي لوبډله په شپږم ځای کې ده.
په دواړو فارمټونو کې ترې د انګلستان کرکټ ملي لوبډله مخکې ده او ښایي چې دواړه لوبلړۍ انګلستان کرکټ ملي لوبډله وګټي.
که چېري انګلستان کرکټ ملي لوبډله یاده دا لوبلړۍ وګټي، په درجه بندۍ کې مخکې کېږي او پاکستان کرکټ ملي لوبډله شاته ځي.