فرهان یوسفزی د خبري ناستي مهم ټکي
خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ عمومي رییس فرهان یوسفزی نن په کرکټ بورډ خبري کنفراس ورکړه.
د یادي خبري ناستي مهم ټکي په لاندي ډول دي.
د کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزی د خبري ناستې مهم ټکي:
لومړي: د کرکټ نړیوالې شورا په راتلونکې کلنۍ ناسته کې به د افغانستان کلنۍ بودیجه کې د پام وړ شاوخوا ۶۰ سلنه زیاتوالی راشي.
دوهم: د افغانستان کرکټ بورډ له سنکسر کمپنۍ څخه د APL قضیه وګټله.
دریم: د افغانستان کرکټ بورډ له هېڅ ډول مالي ستونزې سره مخ ندی.
څلورم: د کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي په وړاندیز د ولسمشر په حکم سږ کالد افغانستان کرکټ بورډ ته د الوخېلو په سیمه کې شاوخوا سل جریبه ځمکه ورکړه، چې د رغنیزو چارو لړۍ به یې دوام وکړي.
پینځم: شپږیزه کرکټ لیګ د کرونا ویروس له امله ځنډېدلی ده، چې د وضعیت په جوړېدو سره به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ ترسره شي.
شپږم: پلان لرو چې راتلونکي کال فبروري میاشت کې د APL لیګ ترسره کړو.
اووم: د ملي لوبډلې راتلونکو لوبو په تړاو معلومات وړاندې کړل چې له پاکستان، استرالیا او داسې نورو سترو هېوادونو سره به وي.
اتم: په اداره کې د سېستم په اساس شفافیت رامنځ ته شوی او د لوبغاړو ترمنځ هم لا ډېره هماهنګي رامنځته
شوې.
۹ شل اوریزو لوبو لپاره د لوبډلمشر په ټاکل کېدو هر اړخیز غور روان دی او انشالله چې اعلان به شي.
او داسې نور ښه او مهم ټکي په دې خبري ناسته کې یاد شول.