د روان ٢٠٢١ کال د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکي | خبریال

د روان ٢٠٢١ کال د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکي

خبریال وېبپاڼه / شل اوریز کرکټ فارمټ د نورو کرکټ فارمټ په نسبت زیات شمیر مینوال او لیدونکي لري.

مونږ دلته د شل اوریزو لوبو هغه پینځه غوره توپ اچونکي درپیژنیو کوم چي يي په روان ٢٠٢١ کال کې يي تر نورو لوبغاړو يي زیاتي ویکټي يي ترلاسه کړي دي.

لومړي: په لومړي مقام کې تبریز شمسی شتون لري نوموړي د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. تبریز شمسی په ١٢ اننګزونو کې يي ١٧ ویکټې يي ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د ٢٥ منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټې يي ترلاسه کړي وي.

دوهم: په دوهم مقام کې سودهي شتون لري نوموړي د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. سودهي په ٧ اننګزونو کې يي ١٧ ویکټې يي ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د ٢٨ منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټې يي ترلاسه کړي وي.

دریم: په دریم مقام کې ډیوین براو شتون لري نوموړي د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. ډیون براو په ٨اننګزونو کې يي ١٣ ویکټې يي ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د ١٩ منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټې يي ترلاسه کړي وي.

څلورم: په څلورم مقام کې حسن علی شتون لري نوموړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. حسن علی په ٦اننګزونو کې يي ١٣ ویکټې يي ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د ١٨ منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټې يي ترلاسه کړي وي.

پنځم : په پنځم مقام کې لاماچاني شتون لري نوموړي د نیپال کرکټ ملي لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي. لاماچانی په ٥ اننګزونو کې يي ١٣ ویکټې يي ترلاسه کړي دي. غوره توپ اچونه يي په یادو لوبو کې يي د ٤٨منډو په ورکولو سره يي څلور ویکټې يي ترلاسه کړي وي.

دا هغه پنځه غوره توپ اچونکي دي کوم چي يي په روان ٢٠٢١ کال کې يي غوره توپ اچونه ترسره کړي ده.

د یادولو وړ ده چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي د لوبو د نشتون له امله افغان لوبغاړي وروسته شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ