د انګلستان او پاکستان ترمنځ د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو سریز
خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوي ده چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ د روانې جولای مياشتې په ترڅ کې پنځوس اوریزې او شل اوريزې لوبې ترسره شي، دا لوبې به د انګلستان په کوربه توب د یاد هیواد په بېلابېلو لوبغالو کې وشي ،
پنځوس اوریزي لوبي
دا لوبې د يوې پنځوس اوريزې لوبې په کېدو پيلېږي چې د جولای مياشتې په ۸مه نېټه به وي، لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه د افغانستان پر وخت مازيګر ۴:۳۰ بجې پيلېږي ، دوهمه پنځوس اوريزه لوبه د جولای مياشتې په ۱۰مه نېټه ترسره کیږي چې د افغانستان پر وخت د ورځې ۲:۳۰ به پيل شي او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د جولای په ۱۳مه نیټه کېږي چې د لومړۍ لوبې په څېر به د مازيګر په ۴:۳۰ بجو پيل شي.
شل اوريزې لوبې
د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ به د جولای مياشتې په ۱۶مه نېټه پيل شي ، لومړۍ شل اوریزه لوبه د افغانستان پر وخت د شپې نا وخته ۱۰ بجې پيلېږي ، دوهمه شل اوریزه لوبه د جولای مياشتې په ۱۸مه نېټه ترسره کېږي چې د ماښام په شپږو بجو به پيل شي او وروستۍ شل اوريزه لوبه د جولای په ۲۰مه نېټه ترسره کېږي چې د لومړۍ په څېر به د افغانستان پر وخت ۱۰ بجې پيل شي.
د پاکستان سکواډ
بابر اعظم ، فخر زمان ، محمد رضوان ، سرفراز احمد ، عبدالله شفيق ، صهيب مقصود ، امام الحق ، حارث سهيل ، آغا سلمان ، عثمان قادر ، شاداب خان ، فهيم اشرف ، محمد نواز ، حارث روؤف ، محمد حسنین ، شاهين افريدی ، حسن علي او شل اوريزو لوبو ته يوازې محمد حفيظ ، اعظم خان ، شرجيل خان ، محمد وسيم او ارشاد اقبال اضافه شوي.
د انګلستان سکواډ
انګلستان کرکټ ملي لوبډلي تر اوسه يوازې پنځوس اوريزو لوبو ته سکواډ اعلان کړی: ايون مورګن ، معين علي ، جاني بېرسټو ، جېسن رای ، جو روټ ، ټام بنټون ، عادل رشيد ، سم بېلېنګس ، مارک ووډ ، کرېس ووکس ، ليم ډوسن ، سم کرن ، لېو لېوېنګسټون ، ډيويډ ويلي او ګارټون د انګلستان لپاره په يو ورځنيو لوبو کې لوبېږي.