اصغر افغان د زمبابوي پر وړاندي قضیه لري، چې حل شوې نه وي، لوبې نه شي کولای
خبریال وېبپاڼه / اصغر افغان د ډسپلین قضیه لري، چې حل شوې نه وي، لوبې نه شي کولای.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان چې په کابل کې د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې نه دی اخیستل شوی، په اړه یې ویل کېږي چې هغه د ډسپلین قضیه لري او چې تر څو هغه نه وي حل شوې نو لوبې به ونه شي کړای.
پرون د افغانستان کرکټ بورډ د هغه ۲۸ لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې په کابل کې د تمریناتي کمپ په دویم پړاو کې برخه اخلي، چې په دغه نوملړ کې بیا ډېر زاړه لوبغاړي نه دي اخیستل شوي.
په دغه نوملړ د خپلې تبصرې په یوه برخه کې مشهور لیکوال او خبریال جعفر هاند د اصغر افغان په اړه لیکي: ((اصغر افغان چې له کپتانۍ لېرې شوی، بیا په تمرین کې کمپ کې هم اخیستل شوی نه دی. کرکت بورډ وايي هغه د «ډسپلین قضیه لري چې حل شوې نه وي، لوبې نشي» کولای. اصغر افغان لا په دې اړه څه نه دي ویلي.))
د یادولو وړ ده چې اصغر افغان په کابل کې په یو-یو ټېسټ کې هم برخه نه وه اخیستې، له کله راهیسې چې هغه له لوبډلمشرۍ لیرې شوی دی، ویل کېږي چې تر هر څه لیرې دی.
د اصغر افغان په اړه دا هم ویل کېږي، چې ښايي له بندېز سره مخ شي، ځکه کله چې کرکټ بورډ هغه له لوبډلمشرۍ لیرې کړ، نو یو ډول د (خیانت) تور یې پرې پورې کړ.
همدارنګه اصغر افغان چي اوسمهال ٣٣ کاله عمر لري. نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ټیسټ، شل اوریزي او یورځیني لوبي يي ترسره کړي دي.
اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ٧٢ شل اوریزي لوبي يي ترسره کړي دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي ١٣٤١ منډې هم ترلاسه کړي دي. چي په یادو لوبو کې يي اوچت سکور يي ٦٢ دي. نوموړي په شل اوریزو لوبو کې کومه سلیزه نلري خو څلور نیمه سليزي یي ترلاسه کړي دي.همدارنګه اصغر افغان په یادو لوبو کې يي د ٦٧ شپږیزو ترڅنګ يي ٨٣ څلوریزي يي هم ترلاسه کړي دي.
اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ١١٤ یورځیني لوبي هم ترسره کړي دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي ٢٤٢٤ منډې يي هم جوړي کړي دي. په یادو لوبو کې يي اوچت سکور يي ١٠١ منډې دي.اصغر افغان په یورځینو لوبو کې د یوی سلیزي په کډون يي ١٢ نیمه سلیزي يي هم ترلاسه کړي دي. نوموړي په یادو لوبو کې يي د ٦٥ شپږیزو پر مټ يي ١٦٣ شپږیزي يي هم ترلاسه کړي دي.
همدارنګه اصغر افغان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره شپږ ټیسټ سیالي هم ترسره کړي چي په یادو شپږ ټیسټ سیالیو کې يي ٤٤٠ منډې جوړي کړي دي. چي په ټیسټ سیالیو کې يي اوچتي منډې يي په یوه لوبه کې يي ١٦٤ دي.