راشد خان تبریز شمسی ته مبارکي ورکړه خو تبریز شمسی په مقابل کې جالبه جواب ورکړه | خبریال

راشد خان تبریز شمسی ته مبارکي ورکړه خو تبریز شمسی په مقابل کې جالبه جواب ورکړه

خبریال وېبپاڼه / شمسي، راشدخان ته؛ ستا توپ‌اچونه ګورم او له تا زده‌کړه کوم.

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکې تبریز شمسي، د ویسټ انډیز پر وړاندې د پنځو شل اوریزه سیالیو تر سریز ګټلو وروسته خپله خوښي په یوه ټویټ کې څرګنده کړې.

د سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو یاد سریز، چې سویلي افریقا ۳ـ۲ وګټی، له هغه وروسته تبریز شمسي پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ولیکل، چې دا سریز ورته بیخي په زړه پوري و.

هغه لیکلي د خپلو ښو احساساتو له امله اوس هیڅ کلمات نشم لیکلای، دا ماته یو ځانګړی سریز و، چې زه یې برخه وم او هغه څه چې زما لوبډلې لاس‌ته راوړل ډېر عالي وه.

کله چې تبریز شمسي یاد ټویټ کړی، په کمنټ کې ورته افغان لوبغاړي راشدخان ارمان ولیکل، چې واو شمسي ډېر په زړه پوري توپ‌اچونه دي وکړه درته مبارک دي وي.

وروسته د راشدخان ارمان ددې کمنټ په ځواب کې تبریز شمسي راشدخان ته ولیکل، ډېره مننه وروره، زه هر وخت ستا توپ‌اچونه ګورم او له تا څخه زده‌کړه کوم.

د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې زیات وخت افغان لوبغاړی راشدخان ارمان د نړۍ لومړی نمبر توپ‌اچونکی و، خو څه موده وړاندي د سویلي افریقا تبریز شمسي له راشدخان څخه لومړی ځای ترلاسه کړ او اوس راشدخان په دویم ځای کې شتون لري.

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سی سی په یاده درجه بندي کې اوس تبریز شمسي د ۷۵۰ نمرو په درلودولو سره لومړی مقام کې شتون لري.

راشدخان ارمان د ۷۱۹ نمرو په درلودلو سره په دویم مقام کې شتون لري.

ایشټن اُګر د ۷۰۲ نمرو په درلودولو سره په درېیم مقام کي شتون لري.

عادل رشید د ۶۹۵ نمرو په درلودلو سره په څلورم مقام کې شتون لري.

ونیندا ډیسلوا د ۶۹۳ نمرو په درلودلو سره په پنځم مقام کي شتون لري.

مجیب‌ځدران د ۶۸۷ نمرو په درلودلو سره په شپږم مقام کې شتون لري.

ټیم سوتي د ۶۶۹ نمرو په درلودلو سره په اووم مقام کې شتون لري .

آدم زیمپا د ۶۶۳ نمرو په درلودلو سره په اتم مقام کې شتون لري.

سودهي د ۶۴۰ نمرو په درلودولو سره په نهم مقام کې شتون لري.

میچل سانتینر د ۶۱۶ نمرو په درلودلو سره لسم ځای لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ