افغان پیاوړي تخنیکي لوبغاړي رحمت شاه د ژوند ٢٨ پسرلیه پوره کړل
خبریال وېبپاڼه /رحمت شاه زرمتی د افغانستان یو له تخنیکي توپوهونکو څخه دی، چې نن یې د ژوند ۲۸ کلونه پوره شو، هغه په ۱۹۹۳ کال کې د جولای په ۶مه نېټه په پکتیا کې زېږېدلی و.
د افغانستان ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی رحمت شاه ۱۹۹۳ ميلادي کال د جولای په ۶مه پېداشوی دی چې نن ۲۸ کلن شو. هغه په ښي لاس توپ وهنه او وخت نا وخت لېګ برېک بال کوي. شاه خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۳ کال کې د سکاټلېنډ خلاف وکړه او له هغه وروسته ډېری وخت له لوبډلې لرې وو.
نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې بېرته ملي لوبډلې ته راستون شو چې خپله راستنېدنه يې د يوې ښکلې سليزې په جوړولو ولمانځله. شاه د ۲۰۱۸م کال په جون کې د افغانستان په هغه لوبډله کې هم شامل وو چې د هند خلاف يې ټېسټ لوبه وکړه.
د ۲۰۱۹م کال د په اپرېل مياشت کې رحمت شاه د ملي لوبډلې د ټېسټ فارمټ لوبډلمشر وټاکل شو خو بې له دې چې کومه لوبه وکړي، څه موده وروسته راشد خان د ټولو فارمټونو کپتان وټاکل شو. رحمت شاه د ۲۰۱۹ په سېپتمبر مياشت کې بنګله دېش خلاف ټېسټ لوبه کې سليزه ووهله او په دې سره نوموړی د افغانستان لومړنی لوبغاړی شو چې ټيسټ سليزه يې جوړه کړه.
رحمت شاه ۶ ټېسټ لوبې کړي چې په ۱۲ پاڼيو کې يې د ۳۲،۰۸ په اوسط ۳۸۵ منډې کړې، دغه لوبو کې نوموړي ۱ سليزه او درې نيمه سليزې جوړې کړي او د يوې لوبې ډېرې منډې يې ۱۰۲ دي. د ۷۶ يو ورځنيو لوبو په ۷۲ پاڼيو کې د ۳۵،۷۵ په اوسط رحمت شاه ۲۴۶۷ منډې کړي، چې دغه لوبو کې هغه ۵ سليزې او ۱۶ نيمه سليزې جوړې کړي او د يوې لوبې لوړې منډې يې ۱۱۴ دي.
په ټیسټ لوبو کې د هغو نړيوالو لوبغاړو يو دی چې د ټېسټ لوبو په يوه پاڼۍ کې يې سليزه او په بله پاڼۍ کې په صفر سوځېدلې. د ټېسټ لوبو دغه ۲۳۶۱ مه لوبه د بنګله دېش خلاف د ۲۰۱۹ کال د سېپمتمبر په پنځمه په بنګله دېش کې وشوه. شاه په لومړي اننګ کې ۱۰۲ او په دوهم اننګ کې په صفر وسوځېد.
د يو ورځنيو لوبو ريکارډونه
د ۲۰۰۰ تېزو منډو جوړولو له اړخه ۴۱م لوبغاړی دی.
په پنځمه وکټ ۲۷م تر ټولو ډېره ملګرتيا (۱۵۸ منډې)
۱۹م ځوان لوبغاړی چې په يوه لوبه کې پنځه وکټې اخلي ( ۲۰ کاله ۳۰۰ ورځې).
په اوسني وخت کې رحمت شاه د ملي لوبډلې د بيټينګ د ملا تېر يادېږي چې په خپلې پياوړي بيټينګ يې افغانستان ته خورا ښکلې لوبې کړي دي او په راتلونکې کې هم ترې د ښو لوبو تمه کېږي.