د انګلستان کرکټ بورډ جالبه پریکړه
خبریال وېبپاڼه / بین سټوکس د انګلینډۍ لوبډلې کپتان وټاکل شو.
راپورونه وايي چې د سرېلانکا په وړاندې د انګلینډۍ لوبډلې ټول ګډون وال لوبغاړي وروسته له هغه قرنطین شول چې د اوه تنو د کرونا ټيسټ یې مثبت شو.
د انګلېنډ کرکټ بورډ د خبر په اساس دری لوبغاړی او د منجمنټ څلور غړي په کرونا اخته شوي. سره له دې چې د سرېلانکا په وړاندې د انګلینډ ټول لوبغاړي اوس مهال په قرنطین کې دي خو بیا هم یاد هیواد کرکټ بورډ وايي چې د پاکستان سره د شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو سیریزونه پخپل وخت ترسره شي.
ویل کیږي چې د انګلستان کرکټ بورډ د پاکستان په وړاندې سیالیو لپاره الراونډر بین سټوکس کپتان ټاکلی او په راتلونکو څو ساعتونو کې به یادو سیالیو ته نوې لوبډله هم اعلان کړي.
ویل کیږي چې د انګلستان کرکټ بورډ د پاکستان په وړاندې سیالیو لپاره الراونډر بین سټوکس کپتان ټاکلی او په راتلونکو څو ساعتونو کې به یادو سیالیو ته نوې لوبډله هم اعلان کړي.
انګلینډ د سرېلانکا په وړانډې درې شل اوریزه او دوه یو ورځنۍ لوبې وګټلې او وروستۍ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسیده. یاده لوبډله به په همدې تعداد لوبې له پاکستانۍ لوبډلې سره هم ولري.
د يو ورځنيو لوبو سيريز روانه اونۍ پېلېږي. د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د روانۍ اونۍ پنجشنبې په ورځ ( جولای اتم ) په کارډيف کې کېږي، دغه راز دوهمه يو ورځنۍ لوبه د روانۍ ميلادي جولای په لسمه په لارډز او د يو ورځنيو لوبو د سيريز اخري لوبه د همدې مياشتې ( جولای ) په ۱۳مه په ایج باسټن کې تر سره کېږي.