انګلستان د پاکستان پر وړاندي د سیالیو لپاره کمزوری لوبډله اعلان کړي
خبریال وېبپاڼه / وروسته تر هغي چي د انګلستان کرکټ ملی لوبډلي د یوشمیر لوبغاړو د کرونا ویروس نتیجه مثبته وښودل شوه نو د انګلستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندي د سیالیو لپاره د بین سټوکس تر لوبډلمشری لاندي لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوي ده چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ د روانې جولای مياشتې په ترڅ کې پنځوس اوریزې او شل اوريزې لوبې ترسره شي، دا لوبې به د انګلستان په کوربه توب د یاد هیواد په بېلابېلو لوبغالو کې وشي ،
پنځوس اوریزي لوبي
دا لوبې د يوې پنځوس اوريزې لوبې په کېدو پيلېږي چې د جولای مياشتې په ۸مه نېټه به وي، لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه د افغانستان پر وخت مازيګر ۴:۳۰ بجې پيلېږي ، دوهمه پنځوس اوريزه لوبه د جولای مياشتې په ۱۰مه نېټه ترسره کیږي چې د افغانستان پر وخت د ورځې ۲:۳۰ به پيل شي او وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د جولای په ۱۳مه نیټه کېږي چې د لومړۍ لوبې په څېر به د مازيګر په ۴:۳۰ بجو پيل شي.
شل اوريزې لوبې
د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ به د جولای مياشتې په ۱۶مه نېټه پيل شي ، لومړۍ شل اوریزه لوبه د افغانستان پر وخت د شپې نا وخته ۱۰ بجې پيلېږي ، دوهمه شل اوریزه لوبه د جولای مياشتې په ۱۸مه نېټه ترسره کېږي چې د ماښام په شپږو بجو به پيل شي او وروستۍ شل اوريزه لوبه د جولای په ۲۰مه نېټه ترسره کېږي چې د لومړۍ په څېر به د افغانستان پر وخت ۱۰ بجې پيل شي.
د پاکستان سکواډ
بابر اعظم ، فخر زمان ، محمد رضوان ، سرفراز احمد ، عبدالله شفيق ، صهيب مقصود ، امام الحق ، حارث سهيل ، آغا سلمان ، عثمان قادر ، شاداب خان ، فهيم اشرف ، محمد نواز ، حارث روؤف ، محمد حسنین ، شاهين افريدی ، حسن علي او شل اوريزو لوبو ته يوازې محمد حفيظ ، اعظم خان ، شرجيل خان ، محمد وسيم او ارشاد اقبال اضافه شوي.
د انګلستان سکواډ
انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د بین سټوکس تر لوبډلمشري لاندي تازه سکواډ اعلان کړي دي. بین سټوکس لوبډلمشر ،جیک بیل،ډینی بریکس،براډیون کاریس،زیک کراولی ،بین ډیکډ،لیوز،ټام هیلم،ویل جاکس،ډن لیوارینس،ثاقب محمود،ډیويډ میلن،کراج،مټ، ډیويډ فاین،فیل سالټ،جان سمبسون، او جیمس وینس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره به په يو ورځنيو لوبو کې لوبېږي.