بالاخره د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر معلوم شو
خبریال وېبپاڼه / د افغانستان کرکټ بورډ څه موده مخکې د اصغر افغان پر ځای د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو لپاره حشمت شهیدي کپتان وټاکلو خو د شل اوریزه لوبو لپاره یې د کپتان ټاکل د نامعلومو دلایلو له امله وځنډول.
د شل اوریز جام په درشل کې د افغان لوبډلې د کپتان نه مشخص کیدل، د مینه والو او کرکټ څارونکو له لوري له نیوکو سره مخ شول او په دې تړاو یې کرکټ بورډ ملامتوه چې ګنې غوڅه پریکړه نه شي کولی.
تر ننني اعلان وړاندې د کرکټ بورډ عمومي رئیس څو ورځې وړاندې رسنیو ته په یوه خبره غونډه کې ویلي وه چې راتلونکو دوه اونیو کې به د ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو کپتان وټاکل شي.
راشد داسې مهال د شل اوریزه لوبو کپتان ټاکل کیږي چې ټاکل شوې افغان ملي لوبډله به د نوموړي په کپتانۍ راتلونکې اکتوبر میاشت کې له ویسټ انډيز او آسترالیا سره نړیوال جام ته د ښه چمتووالي په موخه د شل اوریزو لوبو درې اړخیز سیریز ولري.
له راشد خان سره د افغان ملي لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی نجيب ځدراڼ د مرستيال کپتان په توګه ټاکل شوی.